کور / هراړخیز / دبرياليو زده کړيانو د زده کړي لس خويونه

دبرياليو زده کړيانو د زده کړي لس خويونه

بريالي زده کړيان د زده کړي ډېر ښه او ګټور عادتونه لري او دوى همېشه دا عادتونه د دوى په ټولو ټولګي زده کړو کي تطبيقوي او پدې توګه په خپل هدف کي بريالي کېږي . نو موږ تاسي ته د زده کړي لس خويونه ترتيب کړي دي ، لطفاً تاسي يې هر يو په ښه ځير سره و لولئ تر څو د خپلي زده کړي په عاداتو کي پراختيا و مومئ.

١- په يوه وخت کي هڅه مه کوئ چي زياته مطالعه و کړئ:
تاسي بايد په يوه وخت کي د زياتي زده کړي څخه لاس په سر سئ ځکه که تاسي زياته مطالعه په يوه وخت کي تر سره کړئ نو تاسي به فوراً د ستړيا احساس و کړئ او ستاسي مطالعه به هم دونه اغېزمنه نه وي څونه چي تاسو د هغه څخه توقع لرئ . نو تاسي هغه زده کړه چي تاسي بايد و کړئ پر لنډو او محدودو وختونو باندي و وېشئ او د هر وخت لپاره يوه پلان سوې زده کړه و کړئ ځکه چي هره بېله زده کړه به ښه موثره او ستاسي د ياډاښت په بانک کي ذخيره سي او دا لڼدي وقفې د د زده کړي په جريان کي ستاسو د مغزو انرژي تازه کوي.

٢- د مطالعې لپاره ځانګړي وختونه په نښه کړئ:
د زده کړي وخت هغه ځانګړئ وخت دئ چي ته غواړې په هغه وخت کي د خپل ښوونځي کورني کارونه ، د تېرو درسونو تکرار، د نوو درسونه زده کړه او يا هم د ازمويني لپاره تيارى و نيسې . نو دا اړينه ده چي ته به د خپلي زده کړي لپاره وختونه ځانګړي کوې او د ځانګړي وختونه سره سم به خپل مطالعې ته نور جريان ور کوي . که چيري ته د مطالعې لپاره وختونه په نښه نه کړې نو حتماً به ستا د مطالعې پروګرام شاته پاته وي او په پايله کي به تاسو د ناکامۍ سره مخ سئ. نوتاسي بايد د خپلي زده کړي لپاره په ورځ او هفته کي د مطالعې وختونه ځانګړي کړئ.

٣- هر ورځ پر خپلو ځانګړو وختو مطالعه وکړئ ( يعني په وخت کي تغيرات مه راولئ):

د هري ورځ د ځانګړي وخت مطالعه به ستاسي د ورځني کار په شکل ستاسو په برخه سي او دابه ستاسي د ژوند يو بله منظمه ورځنۍ دنده سي لکه خوراک، څښاک او لمونځ اداکول چي دا ټوله خپل ځانګړي وختونه لري. نو هر کله چي د ورځي په جريان کي زموږ د مطالعې ځانګړى وخت را رسيږي موږ به هغه ته په فکري او ذهني لحاظ ښه چمتو او تيار يو ، چي دا ټول د يوه ځانګړي وخت ګټي دي .

٤- د مطالعې د وختونو لپاره درسي هدفونه په نښه کړئ :
موږ بايد د هر ځانګړي مطالعې د وخت لپاره يو درسي مرام و ټاکو چي مثلاً زه به نن د شپې پر١٢ بجې د بيالوژي د مضمون ٤٥ مه صفحه لولوم . دا به ډېره څرګنده و ي و هر زده کوو نکي ته په داسي حال کي چي هغه د هر وخت لپاره يو بېل مضمون انتخاب کړئ وي او دا به د ده په مطالعه کي پرمختګ او موثريت را منځ ته کړي .

٥- د پلان له مخي مو مطاله پيل کړئ :

تاسي بايد هغه وخت مطالعه پيل کړئ کله چي مو هغه ته يو پلان جوړ کړئ وي ، که تاسي پلان نه لرئ او مطالعه پيل کړئ نو حتماً به په هغه وخت کي تاسو ته يو دا سي فکر پيداسي چي دا مضمون ډېر سخت دئ دا به سبا مطالعه کړم اويا به د يو مضمون په انتخابولو کي فکر کوئ چي دلته د وخت يوه لويه ضايع منځ ته راځي چي دا خپله د مطالعې په کولو کي لومړۍ ستونزه ده . په هر صورت که ته هم يومضمون په ګوته کړې بيا به هم د هغه په ښه پوهېدنه کي ستونزي و لرې او باالآخره ستا مطالعه هم مؤثره او ګتوره نه سوه . نو موږ بايد د هري مطالعې لپاره يو ځانګړئ پلان طرحه او د مطالعې په وخت کي پلئ کړو او هم تر څو د مطالعې د کړاونو څخه خلاص سو.

٦- لومړى پر هغه پېچلي او سخت کورني کار باندي مطالعه وکړئ تر څو ستاسو مخکي درسونو نور خنډ نه کړي:
يو ډېر سخت او پېچلئ کورنى کار به ستاسو څخه ډېره هڅه او انرژي و غواړي تر څو هغه په بشپړه توګه تر سره کړئ او دا چي تاسي د مطالعې په پيل کي پياوړې ذهني قوه لرئ نو لوموړى بايد پر هغه سخت کورني کار باندي ښه په ځير کار وکړئ . او د بلي خوا به مو د دې د حل په پايله کي د راتلونکي مطالعې د ستونزو مخه نيولې وي . نو ټول زده کړيان بايد د مطالعې په پيل کي لومړى پر سخت کورني کار باندي کار و کړي او وروسته بيا هغه نور ……….

٧- د کورني کار تر زده کړي مخکي بايد د هغه نوټونه و کتل سي :
د يوه کورني کا ر د زده کړي لپاره بايد لومړى د هغه ټول نوټونه چي د ښوونکي لخوا ورکول سوي وي ښه په ځير سره و کتل سي پدې موخه چي د کورني کار په مطالعه کي نوموړئ زده کړى ښه بشپړ معلومات و لري او دا به د ده سره د مطالعې په کولو کي ستره مرسته و کړي تر څو دى د همدې مطالعې څخه ښه لاسته راوړنه و لري. نو د نوټونو کتل مخکي تر مطالعې ډير ګټور او اړين دي.

٨- د زده کونکي ملګرو ته بايد وو يل سي چي هغه ته د مطالعې په جريان کي تليفون و نه کړي:
که چيري يو زده کونکئ و بل زده کونکي ته د مطالعې پر وخت ټليفون و کړي په دې وخت کي دوې ستونزي منځ ته راځي چي د مطالعې د خنډ سبب کرځي ، لومړى هغه زده کونکي ستاسو په مطالعه کي مداخله و کړه او ستاسي توجه يې د مطالعې د کرښي څخه بېله کړه او ستاسي مطالعه هم د يو موقت وخت لپاره دريږي ، دوهم هغه ټليفون کونکى به تاسي ته داسي پيغام وړاندي کړي چي هغه به ستاسي د مطالعې په بشپړه توګه دريدنه وي مثلاً دى به ووايي ( راځه چي د لوبو ميدان ته ولاړ سو )، چي دا د مطالعې ستري ستونزي دي . نو د زده کونکي مور او پلار دي هڅه و کړي تر څو د ده ملګري ده ته د ټليفون کولو څخه منع کړي.

٩- د يوې ستونزي په حلولو کي د خپل ټولګيوال څخه مرسته و غواړئ:
که چيري تاسو د داسي درسي ستونزي سره مخ سواست چي تاسو يې د حل توانايې نه درلوده نو تاسي ته لازمه ده چي د يوه بل زده کونکي څخه د هغه په حلولو کي مرسته و غواړئ ځکه په پښتو ژبه کي يو متل دى چي ( واى صلاح د مړو هنر دئ) . نو تا سي د يوه مشکل په حلولو کي مشوره کوئ ځکه دا دلاورو اشخاصو هنر دى.

١٠- د تيري اونۍ د درسو د نچوړ يا خلاصې تکرار د اونۍ په رخصتي کي :
که څه هم رخصتي د تفريح او ساعتيري موقع ده خو موږ بايد په هغه کي لږاندازه وخت د تيري اونۍ د درسونو د تکرار لپاره ځانګړئ کړو په دې موخه چي موږ ځان ته څرګنده کړو چي په تېره اونۍ کي څه شي ولوستل او څونه ګتي ځني مو لاسته راوړې او هم به د رواني اوونۍ لپاره يو تياري وي.