برتانیه د سنګین ولسوالي امریکایانو ته سپاری
د « بی بی سی » نړیواله څانګه خبر ورکوی چی د برتانیې د دفاع وزیر « لیام فاکس » نن اعلان وکړ چی برتانوي پوځیان به د روان کال په پای کی د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ څخه ووزی او هغه به امریکایی پوځ ته وسپاری .
برتانیه په هلمند کی ۸ زره پوځیان لری چی د دې جملې څخه یو زر یې په همدې سنګین کی جنګیږی . برتانیې تر اوسه په افغانستان کی ۳۱۲ پوځیان بایللي دي چی د هغې جملې څخه ۹۹ یې په همدې سنګین کی طالبانو له منځه وړي دي . خبر زیاتوی چی اوس په هلمند کی د امریکایی پوځیانو تعداد تر برتانوي پوځیانو ډیر سوﺉ دی یعنی شلو زرو ته رسیږی .
برتانوي مقامات وایی چی دا وتنه د ماتې معنا نلری ، خو په عین حال کی یې د دې وتنی اصلی علت ذکر کړی هم نه دی .