پروان چارواكي:4 پوليس، د ماين چاودني وژلي

56 | جولای 8th, 2010


د پروان ولايت چارواكي وايي چې نن سهار د مين په چاودنه كې د كورنيوچارو وزارت د نړيوال محافظت څلور تنه پوليس وژل شوي او يو بل ټپى سوي دى.

د پروان ولايت سيمه ايزو امنيتي مسوولينو د خبر تاييد كړى او ويلي يي دي، چي دا كسان د پروان د شينواري ولسوالۍ د دراز ګرد په سيمه كې وژل سوي دي.

د پروان د امنې قومندان عبدالرحمان سيدخيلي ازادۍ راډيوته وويل چي د پيښې په اړه څيړنې پيل سوي دي.

طالبانو ادعا كړې، چي په دې چاودنه كي پنځه تنه پوليس وژل سوي دي.

Copyright Larawbar 2007-2024