ساده ګان

36 | جولای 8th, 2010


مونږساده ګان په اعتبارکی تیروتنه کوو

بیا په خپل کور کی په جرګو دحق غوښتنه کوو

نیت پسی وتړو لمونځ وکړو مخ يي نه پیژنو

وروسته له جَمعی دمُلا ددین پوښتنه کوو

مونږه دکور دننه خپل ورونه زغملئ نه شو

خو عبادت دګاونډیانو په لمنه کوو

ټول ایاتونه دیووالي ښه ژور پیژنو

خیر دئ که نن له نا چارۍ بیلتون پالنه کوو

زمونږ دپلار دکور حریم له مونږ په دې ختا دئ

مونږه ډیر وروسته دخپل ځان په باب څیړنه کوو

مونږ هغه ولس یو چی غلیم په سپکاوي نه وهو

دوښمن ښکاره په تندي وُلو سر ښندنه کوو

مونږخدمتګاره دجګړو ډګر ګټلئ مدام

خو دکاله په مشرتوب دکور با‌‌‌ئیلنه کوو

Copyright Larawbar 2007-2024