یو اسټرلیایی او درې امریکایی پوځیان ووژل سول

ډاکټر نثار احمد صمد | جولای 10th, 2010


اسټرالیایی خبری شبکه ( اې بی سی ) خبر ورکوی چی نن یو اسټرلیایی پوځی په روزګان کی ماین والوزاوه او یو بل یې هم ټپی کړ . په دې سره د اسټرلیایی پوځیانو تلفات ۱۷ ته ورسېدل .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، درې امریکایی پوځیان د جولای پر شپږمه په جرمنی کی د امریکایی پوځ په روغتون کی د هغو زخمونو څخه مړه سول چی د زابل ولایت مرکز کلات ښار ته نږدې یې زرهپوش پر ماین ختلی و . په دې سره د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۱۶۵ ته ورسېدل چی ۱۶ یې د جولای په روانو لسو ورځو کی وژل سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024