د ميرويس روغتون سره د طبي سامان آلاتو مرسته وسول

د لراوبر اداره | اگست 16th, 2010


د ميرويس روغتون د جراحي څانګي سره د طبي سامان آلاتو مرسته وسول .

تيره ورځ تر غرمې ورسته د ٤:٠٠ پرمهال د نړيوال صحي مرکز(WHO) له لوري د کندهار ولايت دميروس روغتون د عمليات خانې سره د يوشمير طبي سامان آلاتو مرسته وکړل. نوموړي سامان آلات چي د اکسيجن د توليد ماشين، د تنفس اتومات ماشين او يو شمير نور تجهيزات پکښي شامل او شل زره امريکايې ډالره ارزښت يې درلودى د WHO استازي ښاغلى ډاکټر رحمت الله کمواک له لوري د ميرويس روغتون د مسؤلينوپه واک کي ورکړل سول.
دکندهار ولايت دعامي روغتيا رئېس ډاکټر عبدالقيوم پخلا د WHO د مرسته د ستايلو وړ وبلل او وويل(( ميرويس روغتون د زون په سطحه ترټولو لوى روغتون دى چي هره ورځ زيات شمير مريضان ورته مراجعه کوي او تاسي ټولو ته معلومه ده چي کندهار ښار او ټول جنوب لويديځ زون هره ورځ د يوې پيښي شاهد وي نو په همدې خاطر د همدې سامان آلاتو ته زياته اړتيا ليدل کيدل.))
همدارنګه ډاکټر عبدالقيوم پخلا وويل(( په دې سامان آلاتو سره به دميرويس روغتون يوه اندازه ستونزي حل سي خو زه د ټولوسوداګرو څخه هيله کوم چي د کندهار ولايت دصحت عامې سره د طبي تجهيزاتو مرسته وکړي ترڅوموږ وکولاى سو چي ټولو هيوادوالو ته لکه څنګه چي لازمه وي هغسي درمنله وکړو.))

Copyright Larawbar 2007-2024