په اروپا کې دحزب اسلامی افغانستان د سولې د جرګګۍ اعلامیه

د لراوبر اداره | اگست 7th, 2010


بسم الله الرحمن الرحیم


جمعه د ۱۳۸۹لمریز کال  د  اسد ۱۵مه


د حزب اسلامی د امیر په اړه د ویکی لییکس  بې اساسه  تبلیغات :


دهغه  وخته راهیسی  چې د ویکی لییکس  د بریښنایی پاڼی  له لورې  په  هیواد کې د امریکایی اشغالګرو  فوځونو د جنایاتو  او د ګاونډیوهیوادونو  د ورانکاریو  څخه پرده  پورته شوې او نژدې  ۹۱ زره  پټ  رازونه  افشا  شوې  ، تر څنګ یی د حزب اسلامی  افغانستان د امیر محترم انجنیرګلب  الدین  حکمتیار  په اړه هم  ډیر  بې بنسټه  او درواغجن  راپورونه  خپاره کړي  دي . په دې  راپورونو کې بیا بیا  دا خبره   تکرار  شوې  ده  چې « د حزب اسلامی امیر  محترم  حکمتیار  د الوتکې  ضد میزایلو د را نیولو  له پاره په ۲۰۰۴ ز کال کې شمالی کوریا ته سفر کړې» او یا  هم په کې  راغلی  :«     چې په ٢٠٠٥ مېلادی کال کې سنی سخت درېځه مشر گلبدېن حکمتېار او داسامه بن لادن مالی سلاکار ډاکټر امېن اېران ته ولاړل چې له هغه حکومت نه داسی راکټونه ترلاسه کړی چې داېتلاف الوتکی په افغانستان کې وولي او راوی غورزوي.»
حال  دا چې د ۲۰۰۱ز  میلادې کال د  اکتوبر دمیاشتې د اومی   یعنې هغه وخت  چې په هیواد  د امریکایی  ځواکونو  ناروا ، ظالمانه او  وحشیانه  نظامی یرغل  پیل  شو ، همغه وخت    دحزب اسلامی  امیر  د ایران  څخه د وتلو  هڅه وکړه  اوپه ډیرلږ وخت کې  یی خپل  ځان دهلمند ولایت  ته ورساوه او  د امریکایی  اشغالګرو     فوځونو پر  خلاف او دخپل هیواد  د استقلال او ازادۍ  د بیرته  اخستلو  له پاره یی په خپل واک  کې  د شتو  وسایلو څخه په کار  اخستلو سره په مبارزه او مجاهده   لاس  پورې  کړ   او تر اوسه  پورې  د خپل هیواد  د  استقلال  د تر لاسه کولو او هلته په هیواد کې د ولس د خوښې  د یوه منتخب  اسلامی حکومت د  جوړولو  له پاره  په سنګر  کې  ناست   او نه  ستړې کیدونکې  هلې  ځلې  کوي   .
د حزب اسلامی افغانستان امیر  محترم  حکمتیار د ایران د اسلامی  جمهوریت   د دغه ریځ  په  اړه  په همغه وخت  کې   سخته  خواشینی څرګنده کړې  وه  چې ولی د ایران   دولت   په افغانستان  باندې د امریکایی حملی ، نه یوازې  ملاتړ  وکړ   بلکه  هغوې  ته یی  په افغانستان باندې د بمباریو  له پاره  خپله  فضا  هم پرانسته . 
په دې ټوله موده  کې نه خو ښاغلي  حکمتیار  دمبارزي  ډګر  پر ی  ایښی  او نه یی دخپل هیواد  څخه  بهر  بل کوم هیواد ته  سفر کړی  .  بلکه برعکس  یی   د ګاونډیو هیوادو  مسؤلینو  ته  په  کلکه  په  افغانستان کې  دناروا لاسوهنو  څخه  د تم کیدو  مشوره  ورکړې  ده .
تر څنګ  یی حزب اسلامی افغانستان  په تکرار  سره دا اعلان  کړې  چې نه خو د القاعدې  سره اړیکی  لری او نه  کوم ډول  تړون  او تعاون  .
همدا  راز  حزب اسلامی  افغانستان  په دې  پوخ باور  لري  چې د افغانستان  مجاهد ولس دادې    یو ځل بیا  بهرني  اشغالګران د ماتې او تیښتې  سره مخامخ کړي  او ژر ده  چې  زمونږ ویاړلې  ولس  به  لکه د پخوا په څیر  خپله ازادی او استقلال  بیر ته  تر  لاسه کړي ،   نو په دې اساس  د حزب اسلامی  د سولې دجرګګۍ  غړي  هڅه او هاند کوي چې  اشغالګران ، پخوا  له دې  چې  په  تیښته د خپلو  پښو  د سپکولو  هڅې  پیل کړې او دروسي سرې امپراطورې د ځواکونو دماتې په څیر دخپلې تیښتې  وروسته  په هیواد کې  د واک  تشه   رامنځته کړي ،  د سیاسی  او دیپلوماتیکو  طرحو  له لارې ، دخپله  هیواده   بیرون کیدو  ته  و هڅوي  .  د حزب سیاسې  او فرهنګي کدرونو په دې  لاره  کې    دخپل  ولس  د سیاسی  بیدارښت او پوهاوې  له پاره  نه ستړې کیدونکې  هڅې کړي  دي  او کوی  یی .
په دې اساس  دغه ډول  راپورونه  ډیر بې اساسه  او د واقعیت  نه لرې دي . مونږ هیله لرو چې  د ویکی لییکس  مسؤلین  به  د خپلو دغو سرچینو  په اړه  دقیق  معلومات   تر لاسه کړي  او خپل معلومات  به دتصحیح  او چاڼ  وروسته  خپاره  کړی . اود افغانستان د مجاهد او ازادي  غوښتونکی قیادت  پر خلاف  به دغه ډول  ناروا  تبلیغات  د خپلو پاڼو څخه  حذف کړي .



جمعه د ۱۳۸۹لمریز کال  د  اسد ۱۵مه

Copyright Larawbar 2007-2024