دلمر جنازه

د لراوبر اداره | اگست 11th, 2010


دلمر جنازه
دافغانستان دتکړه شاعر او لیکوال علم ګل سحردیوې شعري ټولګې(دلمر جنازه) دخپریدو او کراچۍ ته له رارسیدو وروسته دغه شعر ولیکل شو:

دلته ماښام دلته سحر جنازه
له سلو ځي دسلو سر جنازه
دلویو لویو دعویدارو وړاندې
په اوږو وړمه د دلبر جنازه
څوک به یې څه پوښتي چې ولې داسې
وړي دکمزورو زورور جنازه
زه جنازو نه څومره لیرې راغلم
تاپسې راوړله دلمر جنازه*

——————–
*دلمر جنازه: دښاغلي علم ګل سحر دشعرونو دوهمه ټولګه.

«

Copyright Larawbar 2007-2024