د ایمان الظواهری نوﺉ پیغام خپور سو
رویټر خبر ورکړ چی د القاعده جوړښتون دوهم نمبر مشر ډاکټر ایمان الظواهری نوی آډیو کیسټ خپور کړی او په هغه کی یې پر ترکانو ږغ کړی چی د صهیونیسټی اسراییلو سره دیپلوماتیکی اړیکی وشلوی . ده د ترکانو څخه غوښتی چی پر خپل حکومت فشار راوړی چی په افغانستان کی د صلیبیانو لخوا د مسلمانانو وژل پای ته ورسوی .
الظواهری په خپل دغه شل دقیقه ییزه پیغام کی ترکانو ته ویلی چی ستاسو حکومت په غزه کی د یهودیانو د جنایاتو پر ضد اعلامیې صادروی خو برعکس په افغانستان کی د مسلمانانو او مجاهدینو پر ضد عینأ جنایات کوی . ده وویل چی په سیمه کی د یو لوی بدلون په تمه دی .