د ګدايانو هيواد
په اوسنیو شرایطو کې هر یو بهرنی وګړی چې په نا رسمي سفر افغانستان ته راشي او د هوایی ډګر څخه په رواتلو سره تر هر چا لومړی د ګدایانو له خوا یې استقبال کیږی. بیا په ښار او بازار کې چې ګرځی ، د ګدایانو ور پسې لیکه جوړه شوي وي.
په دې ډول که چیرې څوک مناسب کالي ولری او د ګدایانو په نظر سم سړی ورته ښکاره شي نو بیا ګدایان ، سړی او که ښځینه او واړه او زاړه پرې راټول شي او خیرات غوښتنه ترې کوي.
د ښار په عمومي واټونو کې د ګدایانو څخه په لاره تیریدل ډیر ستونزمن دي.
په کورنو او هټۍ ګانو کې د ګدایانو څخه د خلکو ژوند د ستونزو سره مخامخ شوی دی.
کیدای شي چې ګدایان په څو کتیګوریو سره وویشل شي. یو هغه شمیر ګدایان چې دوی ته د پخوا وختونو څخه دژوندانه د ناوړو شرایطو له امله ګدایی ورته په میراث پاتې شوی ده لکه یوشمیر جټان . دوی هم د کار او د شرافتمند ژوند حق لري چې چارواکو تر اوسه ورته پاملرنه کړی نه ده.
او یا یو شمیر کسان چې په خپله ښه ژوند لري خو د ګدایي کول یې عادت ګرځیدلي وي د دوی شمیر ډیر لږ دی.
په افغانستان کې د ټولو قومونو څخه زیات شمیر وګړو د مجبوری له امله ګدایي ته لاسونه اچولي دي. خو په دوی ټولو کې اکثریت پښتانه دي چې ښایي سلنه یې تر نوي زیاته وي.
یوه ډله ګدایان عبارت دي له یو شمیر کوچیانو څخه ( چې په شمال او د هیواد په مرکزی سیمو کې زورواکانو یې ځمکې نیولي او هم یې څاروي د لاسه ور کړي دي اوس د بیکارۍ له امله کړیږي). د افغانستان اوسنی اداره کوچیانو ته د ټولنی د یوې مهمې برخې په توګه نه کتل کیږی او د ټولو انکشافي پروګرامونوڅخه بې برخې ساتل کیږي.
بله ډله هغه پښتانه ګدایان دې چې د جنګونو او بې امنیتیو له امله یې خپل کورونه او سیمې پریښي دی لکه د زابل ، هلمند، ارزګان ، کندهار، بادغیس او نورو پښتني سیمو څخه بې ځایه شوي دی د دوی څخه یو شمیر د خپل ژوندانه د بقا له پاره ګدایی ته لاسونه اچولي دي.
نور شمیر د شمال د سیمو څخه د زورواکو او پاشیستي ډلو له خوا بې ځایه او شړل شوي پښتانه دی چې په کابل،ننګرهار، هلمند، کندهار، هرات، ارزګان، پکتیا ، خوست او نورو ښارونو کې د سرګردانی ژوند تیروي. د دوی څخه یو شمیر د مجبورتیا له امله ګدایی کوي.
هر ګدا د ژوند یوه تراژیدي کیسه لری چې د هغه له مخې اړ شوی چې نورو ته خیر غوښتلو د پاره لاسونه غزوي.
په اوسنی مهال کې بې ځایه شوي خلک نه یوازې په کابل بلکې د هیواد په ټولو سیمو کې د ډيرو ستونزو ډک ژوند تیروي.
د هیواد په تاریخ کې چا به دومره ګدایان په افغانستان کې لیدلی نه دي لکه چې په اوسنی نظام کې دي. د دوی شمیر ښایي سل ګونو زره او یا ښایي میلیونو ته ورسیږي.
ددې نظام اصلي واک د څو تنو لوټمارو زورواکو په لاس کې دی.خو ظاهری لارښوونه یې د ښاغلي حامد کرزي کوي .
ددی نظام ، اقتصادي تیوریسنان چې د لویدیز څخه راغلی او د خپلو غلطو تیوریو له امله یې افغانستان د یوه ستر اقتصادی ناورین سره مخامخ کړی دی. دوی ددې په ځای چې د خپلو پلانونو د عملی کولو له امله په هیواد کې وزګارتیا او لوږه له منځه یوسي برخلاف د دوی ناوړه پلانونه ددې سبب شول چې په هیواد کې د وزګارو کسانو شمیر لا پسې زیات او په ښارونو کې د ګدایانو لښکرې جوړې شي. ښایي په ښارونو کې داسې سیمه نه وي چې ګدایان پکې په سوال کولو لګیا نه وي.
نو ځکه د بهرنیانو څخه یو شمیر د ټوکو په توګه وایی چې دا( د ګدایانو هیواد) دی.
دا ښکاره ده چې ګدایان د ټولو وطنوالو په شان د ټولو انساني او ټولنیزو حقوقو درلودونکي دي خو ددې اوسني فاسدې ادارې ناوړه سیاستونو د هیواد خلک د سترو ستونزو سره مخامخ کړی دي او دا مسوولیت د اوسنی فاسدې ادارې د ټولو چارواکو په غاړه دی.
د هیواد اویا په سلو کې خلک په لوږه او خواری کې ژوند تیروي . په هیواد کې ورځ په ورځ بیکاری زیاتیږي. د هیواد اقتصاد د څو لوټمارو محدودو مافیا ګانو په لاسونو کې لویدلی او په هیواد کې زیاتره خلک د ژونده په تنګ راغلي دي.
د هیواد زیاتره خلک د خوځنده مجسمو په توګه ګرځي او راګرځي.دوی په ګیډه وږي ، په تن ناروغه او وزګاره دی. چې ورسره جوخت پرې بمونه ( په ځانګړي توګه په پښتنو ) اوري . اوس افغانستان د پښتنو له پاره په سور تنور اوښتی دي چې وژل او په اقتصادي ستونزو کې کړول کیږي.
دا په دې مانا چې پښتون اولس یو اړ، خوار، ځپل شوي او بې وسه اولس دی چې د معلوم الحالو دښمنانو له خوا ددې اولس د ځپلو د پاره منظم پروګرامونه( د اقتصادي ستونزو په ګډون ) مخې ته بیول کیږي.
په دې وروستیو کې( د کابل کنفرانس) تر سرلیک لاندی د نړی د نېږدی اویا هیوادونو څخه د استازو په ګډون یوه غونډه جوړه شوی وه. په دې کنفرانس کې د نورو کنفرانسونو ( توکیو، پاریس، برلین، لندن، مادرید ) په دوام په افغانستان کې د ښه حکومت کولو او اقتصادي ودې له پاره په هغه پروګرام چې د کابل د ادارې له خوا وړاندې شوی خبرې شوی او د یو لړ مرستو ژمنه وشوه.
د ځینو معلوماتو له مخې دا پروګرام چې د افغانستان د موجوده ادارې له خوا وړاندې شوي یوه اړخیزه او په افغانستان کې یو متوازن پرمختګ په کې نظر کې نه دی نیول شوی. په دې پروګرام کې پروژې په هغه سیمو کې په نظر کې نیول شوی چې په اوسنی اداره کې واکمنې کړۍ ورپورې اړه لري. داسې ویل کیږی چې په دی پلانو کې د خوست ، پکتیا، لوګر، غور، پکتیکا، نورستان ، بادغیس، هلمند، ارزګان، غزني، لغمان، زابل، وردګ، نیمروز ، فراه او نورو ولایتونو له پاره کومه ارزښتناکه پروژه چې ددې سیمو د انکشاف سبب وګرځي په نظر کې نه ده نیول شوي. او که داسې نه وي نو لطفا دې اوسني چارواکي د متوازن انکشاف په منظور دې خپل پروګرامونه چې نړیوال کنفرانس ته وړاندې کړی د هر ولایت په سویه روښانه کړي.
په دې ډول د کوچیانو له پاره چې د افغانستان ادارې تل ورسره ناوړه چلند کړی د دوی د میشته کیدو له پاره کوم پروګرام په نظر کې نه دی نیول شوي .
اوس د افغانستان هریو وګړی ښه پوهیږی چې د پخوانیو نړیوالو کنفرانسونو په نتیجه کې په ملیاردونو ډالر دې هیواد ته راغلل. د خلکو په باور که چیرې دا ډالر په نغده ډول په هره کورنی ویشل شوي وای اوس به هرې کورنۍ ته په سلګونو زره ډالر رسیدلي وای او اوس به هر یوه وګړي هوسا ژوند درلود.
خو ددې ډالرو زیاتره برخه د متعصبه زورواکو کسانو او ډلو جیبونو ته په مختلفو بڼو سره ورغلي او ور روان دي چې په اوسنی اداره کې یې حاکمیت په لاس کې دی. اوس د هیواد هر زورواکی په میلیونو ، سلګونو میلیونو او څو تنه یې خو د میلیاردونو ډالرونو لرونکي دي چې دا ټولې روپۍ د نا روا لارو له امله راټولې کړي دي.
د افغانستان اوسني د مالیی وزیر او یا دده په څير نور واکمنان د خلکو په ژوندانه کې د مثبت بدلون خبرې کوي. دوی د وګړی په سر د خالص عاید د زیاتوالي څخه غږیږی. خو دې ته پام نه کوي چې زموږ په هیواد کې په ځانګړی توګه په دولتي اداره کې داسې کسان شته چې د روا او یا ناروا لارو له لارې د ورځې د میلیونو ډالره عواید لری خو د هیواد نیږدې اویا په سلو کې خلک د ورځې یو ډالر عواید لري.
دا چارواکې دې لومړی د خپلو زغروالو موټرونو د ښیښو څخه د باندې وګوري چې خلک په څه حال دي. او ددې څخه بې خبره دي چې د هیواد د بشپړ اکثریت خلکو ژوند د طالبانو د نسکورید څخه وروسته ددې په ځای چې ښه شي ډیر خراب شوي دی خلک د لوږې ، بې کاری ، ناروغی او د امنیت د نه شتوالی له امله کړیږي.
اوس د افغانستان خلکو د پاره په ایران، پاکستان او عربی هیوادونو کې هم کار نه پیدا کیږی .تقریبا هره ورځ په لس ګونو او یا په سل ګونو زره ځوانان ددې له پاره چې کار وکړي اروپایی هیوادونو ته په غیر قانوني لارو سره ځي او په لارو کې په مختلفو شکلونو سره وژل کیږي.
په افغانستان کې د خوار او شتمن د منځته راتلو میکانیزم او د نورو هیوادونو څخه توپیر لري. په اوس مهال په افغانستان کې ټوپک او قدرت د ډیرو کسانو له پاره د شتمن کیدو ښه منبع ده.
د ټوپک او قدرت لرونکو کسانو ډول ډول مافیا ګاني جوړې کړي دي دوی د هیواد ټول اقتصاد په خپلومنګولو کې نیولی دی دا ډلی نه یوازې د نړیوالو مرستو زیاته برخه په خپلو جیبونو کې وهي بلکې د هیواد د زیارایستونکو خلکو د ماشومانو د لاسونو څخه یوه ګوله ډوډی هم تښتوي.
لکه څنګه چې د خلکو امنیت خوندی نه دی په همغه ډول د خلکو اقتصادي ژوند هم د زغم څخه وتلی دي.
د افغانستان د حالاتو څیړونکي په دې باور دي چې د ( کابل کنفرانس ژمنې) به هم و نه کولای شي چې د افغانستان د خلکو په ژوندانه کې کوم ژور بدلون رامنځته کړي. د مرستې ژمنه شوي روپی به هم د لوټمارانو بانکي حسابونو ته انتقال شي. له بده مرغه نړیواله ټولنه هم ددې فاسدې ادارې څخه ملاتړ کوي.
اوس خلک فکر کوي چې د فساد په ضد د اولسمشر مبارزه او د کمیسیونو جوړول یوازی د خلکو د تیرایستلو د پاره ده . اولس مشر نه غواړی او یا د دې توان نه لری چې په فساد ککړ لوړ پوړی چارواکي او هغه کسان چې په سلګونو میلیونه ډالر یې په غیر قانوني ډول تر لاسه کړي دي د محاکمې میز ته ودروي. او که کولای شي او یا یې زړه غواړي نو : ( دا ګز او دا میدان ).
ددې له پاره چې اوسنی ستونزې له منځه ولاړې شي اړینه ده چې د قانوني لارو څخه په کار اخیستلو د لوټماری او زورواکی نظام ړنګ شي او په ځای یې په رښتیا یو په دموکراسی ولاړ نظام جوړ او یوه شفافه اداره رامنځته شي چې وکولای شی د هیواد د شرایطو سره سم اقتصادي پروګرامونه ترتیب او پلي کړي.
د هیواد د شرایطو سره سم د متوازنو اقتصادي پروګرامونو تطبیق ددې سبب کیږي چې زیاتره اقتصادي ستونزې له منځه ولاړی شي او هغه مهال به هیڅ یو وطنوال چا ته د ګدایی له پاره لاس نه اوږدوي.
همدارنګه شفافه ادارې ته به اړینه وي چې تر ټولو لومړي اقتصادي لوټماره مافیا ګانې او جنګې جنایتکاران چې افغان اولس یې په ګدا اولس اړولی دی په یوه عادلانه محاکمه کې محاکمه او د دوی شتمنی ضبط کړي .