تخار: د پوهني رياست سره د خوراکي توکو مرسته وسوه
د تخار ولایت: نړيوال خوراكي پروګرام د پوهنې په برخو كې د خپلو مرستو په دوام سره د تخار ولايت د پوهنې رياست سره د خوراکي موادو مرسته وكړه.
په نوموړو موادو كې ۳۵۰ بوجي ۵۰ كيلويي غنم، ۸۵ كارتنه غوړي، ۴۲ بوجي دال او۴ بوجي مالكه شامل دي چې دمهال ويش سره سم به دتاكل شوي هیئت په وړاندي د تخار ولايت د سواد زده كړي دكورسونو زده كوونكو او ښوونكو ته وويشل شي.
د يادونې وړ ده چې په تيرو كلونو كې هم نوموړي سازمان د تخار ولايت د ښوونځيو زده كوونكو او ښوونكو ته ورته مرستې كړي دي.