کابل کې دبريښناجوړول کمپنۍ ته وسپارل شو

65 | سپتمبر 23rd, 2010


دکابل د دشتې برچي سيمې دبريښناشبکې دجوړولو کار يوې خصوصي کمپنۍ ته ورکړل شو.
دبريښنا وزارت ديادې شبکې لګښت نږدې پنځلس ميلونه ډالره بولي .
دغه شبکه به تر راتلوونکې يونيم کاله پورې دهندي خصوصي کمپنۍ له لورې بشپړه اوګټې اخيستنې ته وسپارل شي .
ويل کيږي دبريښناشبکې په جوړولوکې په بيلابيلو ظرفيتونو سره دنوي ترانسپرونواو څه دپاسه درې زره بريښنايي پايپو نسبول او د دوه سوه اتياکيلومتره بريښنايي مزو تمديد کول شامل دي .
ديادونې وړده دبريښنا ددغه شبکې په جوړيدوسره به په ياده سيمه کې نږدې پنځه ويشت زره کورنۍ دبريښنا له نعمته برخمنې شي .

Copyright Larawbar 2007-2024