د کيوبا فيډل کاسټرو استعفا ورکړه
سعيد لودين
د فرانسې خبري آژانس خبر ورکړ د کيوبا جمهور رئيس فيډل کاسټرو چې نيمه پېړۍ يې د کيوبا د جمهوري ریاست دنده پر مخ بېوله نن سه شنبه د خپلي وظيفې څخه ګوښه سو .
فيډل کاسټرو تېر کال دجولای راهيسي د خپلي ناجوړۍ او د جراحي عملياتو نه روسته د خلکو په مابين کې نه ښکارېده او د قدرت واګي يې خپل ورور رائول کاسټرو ته سپارلي وې .
د فيډل کاسټرو په ګوښه کېدو سره به اوس و بل ځای ناستي ته لاره هواره سي . داسي ويل کيږي چې د کيوبا د جمهوري رياست لومړۍ معاون رائول کاسټرو چې د فيډل کاسټرو وروردی د فيډل ځای به ونيسي .