د پاکستان په پارلماني ټاکنو کې واکمن ګوند ماتې و خوړل
سعيد لودين
د اسوشيېټډ پرس خبري آژانس خبر ورکوي چې چودري شجاعت حسين د قائید مسلم ليګ ګوند مشر ( د مشرف ګوند) نن رسماً د پارلماني ټاکنو په کمپاين کې د انتخاباتو پايلې منلي او د خپل ګوند پر ماته يې اعتراف وکړ .
د جيو ټلوېزونې شبکې خبر ورکړ چې د پاکستان د ملي مجلس د ۲۶۸ څوکيو نه د پاکستان د خلکو ګوند ( د بوټو ګوند) په سلو کې ۳۳/۱ ، د نواز مسلم ليګ ګوند په سلو کې ۲۷/۵ او د قائد مسلم ليګ ( دمشرف ګوند)په سلو کې ۱۴/۴ رايي ګټلي دي .
د پاکستان دحکومت د مخالفانو دغه رغنده کاميابي و پرويز مشرف ته يوه مهلکه ضربه وه چې د هغه سياسي راتلونکې يې اوس د زياتو پوښتنو سره مخاخ کړېده .