د امريکا ولسمشر د افغان سولي له جريان څخه ځان خبروي

34 | اکتوبر 20th, 2010


د امريکا ولسمشر باراک اوباما ويلي چي نن به د افغانستان د سولي له جريان څخه ځان خبر کړي.
لوېديځ خبري آژانسونه وايي ولسمشر اوباما به د کانګرس منځنيو انتخاباتو ته له وتلو دمخه په دې باب له خپلو سلاکارانو سره د افغانستان د سولي پر موضوع باندي بحث وکړي او وروسته به د امريکا د ستراتيژۍ جاج واخلي.
د سپيني ماڼۍ وياند رابرت ګېبس ويلي چي اوباما به له پاکستاني چارواکو سره هم په دې باب وږغېږي.
په افغانستان کي له څو ورځو راهيسي د سولي خبري اتري شروع سوي دي، چي طالبان يې نه تائېدوي، خو افغان حکومت او مېشت خارجي ځواکونو يې پخلى کړى دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024