امریکایی عسکر یو افغان پولیس افسر ووژﺉ

ډاکټر نثار احمد صمد | نوومبر 11th, 2010


فرانس پریس آژانس لیکی چی نن په کندهار کی یو امریکایی عسکر پر یو افغان پولیس افسر باندی فیرونه وکړل او هغه یې ځای پر ځای ووژﺉ . امریکایی پوځ وایی چی موږ به تحقیقات وکړو چی ولی یې وویشت .
خبر زیاتوی چی بهرنیو پوځیانو تر اوسه ۱۳۶۰۰۰ پوځیان او ۱۲۰۰۰۰ هم پولیس رامنځته کړي او روزلي دي چی دا شمیر به تر راتلونکی نوامبر ( یعنی یو کال ) پوری ۱۷۲۰۰۰ پوځیان او ۱۳۴۰۰۰ پولیسو ته ورسوي . خو کله هغوی دوی وژنی او کله هم دوی هغوی وژنی .

Copyright Larawbar 2007-2024