یو امریکایی او یو بل خارجی عسکر ووژل سو
ناټو لږ شېبه مخکی ولیکل چی نن د هېواد په جنوب کی ماین یو بهرنی عسکر والوزاوه خو نور تفصیل یې ورنکړ .
په دې سره د نوامبر په روانو ۱۴ ورځو کی د خارجی پوځیانو تلفات ۲۸ ته ورسېدل .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون ورکړ ، وړمه رځ په مزار شریف کی یو امریکایی عسکر د غیر جنګی فعالت په ترڅ کی ووژل سو .
په دې سره د ټولو امریکایانو تلفات ۱۳۸۵ ته ورسېدل چی ۲۵ یې په روانو ۱۴ ورځو کی له منځه تللي دي .