د ٢٠ وسله والو د وژلو خبر ورکړل سو

عطاالله محمدي | نوومبر 30th, 2010


د ناټو ځواکونو په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کي يې ګزمه د مخالفينو د يوه بريد سره مخامخ سوې چي وروسته هم ور باندي دوى او هم يې د هوايي ځواک په مرسته ورباندي ډزي کړي . د خبرپاڼي په حواله چي د هوايي ځواک په ډزو کي شاوخوا شل تنه وژل سوي خو د دوى لوري ته پکښي کوم زيان نه دئ اوښتى .

Copyright Larawbar 2007-2024