وسله والوطالبانو په افغانستان کې تليفوني شبکو ته اختارورکړ

34 | فبروري 24th, 2008







طالب وياند قاري يوسف احمدي





وسله والوطالبانو ديوې خبرپاڼي دخپرولو په مټ خبر ورکړ چې ټولي تليفوني شبکې به په افغانستان کې خپل فعاليت يوازي دورځي له مخه کوي . دطالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي په ږغيزه اعلاميه کې لراوبر ويپاڼي ته وويل چې دافغانستان ټولي ګرزنده تليفوني شبکې به دسهار له اوو بجو دماښام تر پنځو بجو فعاليت کوي . دده په وينا چې نړۍ وال ځواکونه له تليفوني شبکو څخه دجاسوسي کار اخلي او په دغه ټول وسله وال طالبان او دقاري يوسف په وينا عام وګړي په نخښه کوي . دى وايي چې که موبايل شبکې دا کارونه کړي دوى به يې په خلاف ګام اوچت کړي . په اعلاميه کې په افغانستان کې تليفوني شبکو ته درې ورځي وخت ورکول شوى که يې دطالبانو دغه پرېکړه ومنله ښه کنه دخبرپاڼي په وينا طالبان به يې دفترونه او انتنونه تخريب کړي . تليفوني شبکو او افغان حکومت لا تراوسه دغه خبرپاڼي ته خپل غبرګون نه دى ښودلى .  

Copyright Larawbar 2007-2024