ارزان بیه بمونو سږ کال ۴۱۳ بهرني پوځیان وژلي دي
پنتاګون وایی چی طالبانو د خپلو ارزان بیه بمونو او ماینونو جوړولو ته زور ورکړی دی چی په هغو سره یې امریکایی او ناټویی پوځیانو ته درانه تلفات اړولي دي . راپور وایی چی د کیمیاوی کود څخه هغوی دغه بمونه په ډیره آسانۍ او خورا لږ وخت کی جوړوی خو تأثیر یې خورا زیات او شدید دی . راپور وایی چی طالبانو په دغو بمونو او ماینونو سره سږ کال ۴۱۳ بهرني پوځیان وژلي او ۳۴۰۰ یې هم زخمیان او معیوب کړي دي چی مجموعی تلفات ۳۸۱۳ ته رسیږی او دا د تیر کال څخه څه باندی ۱۰۰۰ تلفات ډیر دي . د تیر کال دغسی تلفات ۲۷۸۵ وو .
راپور زیاتوی چی دغو خورا ارزانه بمونو افغان پوځ ته هم درانه تلفات اړولي دي ، یعنی سږ کال یې ۲۴۸۴ پوځیان ور وژلي ، معیوب کړي او ټپیان کړي دي چی دا د تیر کال څخه ۳۲ کسان زیات دي .
د تلفاتو دا زیاتوالی په داسی حال کی مخته ځی چی بارک اوباما دیرش زره نور پوځیان هم افغان جبهې ته ولیږل او جنرال پترس دا جنګ نور هم شدید کړﺉ دی .