رازق ،په بهرامچه كې مو۱۰ زره كليوچاودېدونكې موادنيولي
په كندهاردسرحدي پوليسوچارواكې وايې چې دپاكستان يې دډيورنډپولي دې خواته دلېږدپرمهال په زرگونوكيلوگرامه چاودېدونكې توكې نيولي .
دسرحدي پوليسوددريم جنوبي زون درستيزوال جنرال عبدالرازق لراوبرته وويل چې دښورابك والسوالۍ اوهلمندولايت ترمنح د(بهرامچې )په سيمه كې يې ۱۰ زره كليوگرامه چاودېدونكې توكې له ۶ تنولېږدونكوسره يوځاى دتيرو ۲ ورځوپه ترځ كې ونيول .
نوموړي زياته كړل چې لېږدونكوهڅه كول چې دپاكستان څخه برابرشوي دغه چاودېدونكې توكې دجنوبي ولاياتوبيلابيلوسيموته ولېږدوي اوپه ناامنيوكې ورڅخه كارواخلي .
ښاغلى رازق وايې چې دغه موادپه ۳ تراكتورونوكې لېږول كېدل چې ترډيره ورڅخه دسړك دغاړي په ماين چاودنوكې ورڅخه كاراخيستل كېږي .
چارواكې پرداسي مهال ددغوچاودېدونكوتوكودنيول كېدوخبروركوي چې دسړك دغاړي ماينونه تربل هرچاولسي وگړوته زياته مرگ ژوبله اړه وي .
دتيري يوې مياشتې په اوږدوكې دجنوب د۴ ولاياتوپه كچه له سلوڅخه زياتوولسي كسانوته له دې كبله مرگ ژوبله اوښتې .