كندهارښاريان،دنويواوزړو افغانيوترمنځ صرافان فرق كوي

حاجی پوپل | دسمبر 18th, 2010


دافغانستان بانك وايې چې د افغاني بانك نوټودكاغذكيفيت دنوروخارجي كرنسيوسره مساوي كيفيت لري ،خودښاريانودنه احتياط له كبله يې كيفيت ته زيان رسيږي .
اوس ددغي ستونزي له كبله دزړو اونويوافغانيوترمنځ دراكړي وركړي پرمهال په زرو كې له ۷۰ څخه تر۸۰ افغانيوپوري فرق دى .
ښاريان دصرافانوله لوري دغه توپيريزچلندته گوته نيسي اوغوښتنه لري چې دافغانستان بانك دي ددغي ستونزي مخه ونيسي .
دكندهاردصرافۍ په ماركېټ كې دنويواوزړو افغانيوترمنځ موجوده توپيرته په كتوښاريان غوښتنه لري چې دافغانستان بانك دي دغي ستونزي ته دحل يوه لارولټوي .
دراكړي وركړي پرمهال په زرو كې له ۷۰ څخه تر۸۰ افغانيوپوري فرق دى .
پرهمدې حال په سويل كې دافغانستان بانك مشرفضل احمد اعظمي لراوبرته وويل چې ترډيره پوري خپله ښاريان هم پدې برخه كې مسئوليت لري .
دىوايې چې د افغاني بانك نوټودكاغذكيفيت دنوروخارجي كرنسيوسره مساوي دى ،خودښاريانودنه احتياط له كبله يې كيفيت ته زيان رسيږي .
ښاغلى اعظمي زياته وي چې همداوس اوس يې له ۳ سوه ميليونه څخه زياتي افغانۍ استهلاك كړي .
(تاسي وگورى زموږگران ښاريان دودنواونورو خوشعاليوپرمهال پيسې شيندي كله چې دغه پيسي په لاسونوكې ومروړل شي اوترپښولاندي شي حتمآيې كيفيت ورته زيان رسېږي،ولي له هغه نه پرته تاسي گورى چې دافغاني بانك نوټوكيفيت له نوروبهرنيوكرنسيوسره يوشان دى )
دافغانستان بانك ځايې مشروايې چې كه خپله ښاريان دبانك نوټونوپه وړاندي له احتياط څخه كارواخلي اوخپل پولي واحد ته درناوى ولري نوددغوستونزومخه په ا سا نۍسره نيول كېداى شي .
دامهال دراكړي وركړي په ماركېټونوكې كې ترټولولويه ستونزه دبهيرنيواسعاروده چې زيات خلگ پرې كاروباركوي ،چې ترډيره يې افغانۍ ترخپل سيوري لاندي راوستي .

Copyright Larawbar 2007-2024