په ۲۰۱۰ ز کال کي ښوونکو او زده کوونکو ته ځاني زیان

د لراوبر اداره | دسمبر 31st, 2010


په تير زيږديزکال کې په ښوونځيوباندې د وسله والو طالبانو دبريدونو اوتاوتريخوالې په پايله کې دوه سوه پنځوس ښوونکو او زدکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .
دغه څرګندونې دپوهني وزارت مرستيال محمداصف ننګ وکړي اوزياته يې کړه له دغه ډلې څخه ډيرى ښوونکو او زدکوونکو دځانمرګو بريدونو اوچاوديدونکو توکوله امله خپل ژوند له لاسه ورکړى دى .
ښاغلى ننګ زياتوي دتير زيږديزکال په ترڅ کې دهيواد په بيلابيلو سيموکې شپاړس ښوونځي دوسله والو طالبانو په بريدونوکې ويجاړشوي دي چې دغه شمير د دوه زره نهم زيږديزکال په پرتلې سره شپيته سلنه کموالى ښايي .
دنوموړي په وينا په تير زيږديزکال کې دنړيوالې ټولنې له خوا شپږسوه ښوونځي دهيواد په بيلابيلو سيموکې جوړشوي خو دتيرو دوو کلونو په ترڅ کې درې سوه څلورپنځوس ښوونځي دناامنيو له امله تړل شوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024