ایران : د الوتکي د رالوېدو له امله ۷۰ مړه او ۳۲ نور ټپیان سول 
د آیرنا خبري آژانس د یوه تازه خبر له مخي په ایران کي د یوې مسافر وړونکې الوتکي د رالوېدو له کبله لږ تر لږه ۷۰ تنه له منځه تللي او ۳۲ نور زخمیان دي . همداډول ویل کیږي چي د مړو شمېر کېدائ سي تر ۷۰ ډېر سي .
یاده سوې الوتکه د ایران د مرکز تهران څخه ارومیې ته تله، چي د ارومیې په شمال-لوېدیځ کي ولوېده . راپورونه لیکي چي نوموړې الوتکه د پلان سوي وخت څخه یو ساعت وروسته والوتل او د خرابي هوا له کبله ولوېده .
د ایران د ایمرجنسي چارو مشر غلام رضا معصومي ویلي چي ژغورونکي ډلي د زیاتي واوري له کبله د مشکل سره مخ دي او د قربانیانو سره پر وخت مرسته نه سي کولائ .
تر دې وړاندي هم په اېران کښي د الوتکو د را لوېدلو پيښي ثبت سوي دي، وروستی خونړۍ پېښه د ۲۰۰۹ زېږدیز کال په جولای کي وه، چي له امله یې ۱۶۸ تنه له منځه ولاړل . په ۲۰۰۳ ز کال کي هم یوه نظامي الوتکه را ولوېدل چي ۲۷۹ تنه عسکر پکښي ووژل سول.