مسلم ليګ يو ځل بيا پر مشرف سختي نيوکي وکړې

د لراوبر اداره | فبروري 27th, 2008


 دپاكستان مسلم ليګ ن  مخكښ  چودري نثار على خان وئيلي  دي  چى  پرويز مشرف غير اّئيني  او غير قانوني  ولس مشر دى  اسلام اّباد كښې دپيپلز ګوند دمرستيال مشر اصف على زرداري په ميلمستيا كښې دګډون كولو وروسته دشخصي ټلويزون سره د خبرو اترو په ترڅ  كښې  چودري نثار زياته كړه چى  مونږ دهيواد دپرمختګ  لپاره ديو بل  سره همكارى  كوو او دپيپلز ګوند  پرته دڅه  شرط څخه ملاتړ كوو نوموړي زياته كړه چى مسلم ليګ ق له سختي  ماتې سره  مخامخ شويدى مسلم ليګ ق  تر نهه كالو پورې  دغير جمهوري ولس مشر سره ملګرتيا كړيده بلخوا  ته دپاكستان  پيپلزګوند مخكښ نبيل ګبول  وويل    چى  پيپلز ګوند دحكومت  جوړولو توان لري  او مونږ غواړو چى  مسلم ليګ ن په  مركز كښې  را سره ملګرى  وي دنواز شريف څخه غوښتنه كوو چى  خپل  ضد دي  پريږدي اوپه حكومت كښې دي ګډون  وكړي پيپلز ګوند دمتحده  قومي مومينټ په هكله انديښنې لري  خو اصف زرداري  ټول ګوندونه سره رايو ځاى كول غواړي.

 

Copyright Larawbar 2007-2024