یو امریکایی پوځی د کندهار په هوایی اډه کی ووژل سو
پنتاګون وایی چی وړمه ورځ طالبانو د کندهار پر هوایی اډه د راکټونو ګوزارونه وکړل چی له امله یې یو امریکایی عسکر ووژل سو . خوخبر د ټپیانو تعداد ذکر نکړ .
بلخوا ، طالبانو پرون لا رسنیو ته ویلی وو چی د کندهار پر هوایی اډه مو د راکټونودقیق ګوزارونه کړي دي چی له کبله یې بهرنیو پوځیانو ته د سر او مال درانه تلفات اوښتي دي ، خو پنتاګون دا دی نن د هغوی ادعا تصدیق کړه .