دخدايي دعوه

د لراوبر اداره | جنوري 26th, 2011


يو دېرش کاله مخکي ما دا کیسه په یو کتاب کی لوستی وه چی اوس يي دایران د اخوندانو جاه طلبی سره سل په سلو کی ورته ده نو غواړم ستا سو مخ ته وړاندی کړم .
کیسه داسی وه ، چی په پخوا زما نه کی یو سړی د خپلی میر منی سره په ډیرو سختو اقتصا دی مشکلاتو کی ژوند کا وه ، دوی هیڅ نه د ر لو دل دوی تنها یوه زړه کو ټه ، زوړ لمڅۍ او نغرۍ در لو دل ، او د کور خا وند کومه خا صه دنده هم نه در لو ده ، صرف ماهيګري به يي کوله او د ماهیا نو د خر څلاو په پیسو به يي خپل ژوند مخته بیوه.


خلا صه دا چی یوه ورځ د ماهیا نو دنیولو په خا طر د دریاب غا ړی ته ولاړ کله چی د چنګک په وسیله پنځه یا شپږ ما هیان ونیول خو کله چی په اووم ځل چنګک د او بو مینځ ته اچوي چی ګوري یو سپین ما هي د چنګک په سر ځړيږي نو ده چنګک داوبو نه راویست او ماهي د چنګک د سر نه خلاص کړاو د سنتي ادابو د سرته رسولو په خا طرغوښتل يي چی ما هي پر مځکه را وغور ځوي او الله اکبر وواي اما پدی وخت کی ماهي خپله خوله خلا صوي او ما هیګیر ته وايي چی ما مه وژنه هرهغه څه چی ته يي غواړی زه به الله په در بارکی ستا دپاره دعا وکړم هغه به پوره شي ( دا ما هي په یو وخت کی کوچنۍ ما شوم وه او د کوچنیو الی په وخت کفا رو مړ کړی وو او بیا يي د دریاب مینځ ته اچولی وواو الله تعا لی بیا هغه ته دما هي ژوند ور کړی وو) خو ما هیګیر هم فکر وکړ چی په دی ما هي کی خو څه اسرار شته نو ما هی يي خوشی او بیر ته د دریاب مینځ ته ور واچوه بلا خره ما هیګیر چورتي سو او نيولي ماهیان يي دپیسو د لاسته راوړلو په خاطر خرڅ کړل او بیا کور ته ولاړ.


 کله چی په کو ټه کی د نغری له غاړی کښیناست ډیر خفه ښکاره کیده نو میر من يي تری وپوښتل ولی خفه ښکا ره کیږی او ولی دی پیسی کمی راوړي دي ، خو سړۍ مجبور شو پورتنۍ د سترګو لیدلای حال يي خپلی میر منی ته بیان کړاو میر منی يي د خاوند دخبرو په اوریدلو په زړه کی ډیره خوشحاله شوه نو بیا يي خپل خاوند ته وویل چی سهار به وختي ددریاب غاړی ته ځی او ماهي ته به وايي چی زمونږ د ا زوړ کور به په نوي ، او دا لمڅی به په قا لینو بدلوی او پاتی د کورټول سا مان به په سورو زرواوسپینو زر تبدیلوی او زمونږ د کور په دخل ( پیسو کڅوړه )کی به دوه لکه روپی اچوي .


کله چی سهار شو ما هیګیر خپل چنګک واخیست او ددریاب غاړی ته يي ځان ورورساوه او د دریاب په غاړه ودرید اوپه ماهي يي غږ وکړ ، نو ما هي پدی وخت کی ددریابه خپل سر راپورته کړاو ما هیګیر ته يي وویل چی څه غواړی ، نو ما هیګیر په ځواب کی وویل هغه څه چی زه يي نه غواړم مګر زما میرمن يي غواړی نو که ښه کوی دا زمونږه کور په قالینو او سرو زرو بدل کړی او زمونږ د کور په دخل کی دوه لکه روپۍ واچوی ، نو ما هی ورته وویل سمه ده تر څو چی ته کورته رسیږی الله تعا لی به هرڅه تاته برابر کړي وي ،نو ما هیګیر ددی ځواب په اوریدلو بیرته دکور په لور راروان شو کله چی کور ته رسیږي ګوری چی میر من يي سر غوړ کړی او په سرو قالینو نا سته ده او د کور ټول لوښي يي د سپینو او سرو زرو نه ډک دي او دوه لکه روپۍ هم موجود دي میر من يې هم ډیره خوشحاله ناسته ده.


خبر داده چی د ښځو حرص او امیدو نه زیات وی نو کله چی شپه شوه نو بیا يي خپل خا وند ته وویل چی سړیه دا زندګی خو د پاد شا هي سره جوړیږي نوچی سهار شو به بیا هرو مرو ددریاب غاړی ته ځی او ماهی ته به وايي چی دا زما میرمن پاد شاه کړه ، نو کله چی سهارشو ما هیګیر بیا د در یاب غا ړی ته ولاړ او په ما هي غږ وکړنو بیا ما هي سر را پرته کړ او ما هی ګیر ته وویل چی څه غواړی ، نو ما هیګیر ور ته وویل که دا زما میر من پا د شاه کړی ښه به وي ، ما هي په ځواب کی ور ته وویل تر څو چی ته کورته رسیږی ستا میر من به پاد شاه وي .


کله چی ما هیګیر کور ته رسیږی ګوري چی دکور په در وا زه کی پولیس او پهره داران ولا ړ دی ، ما هیګیر غواړی چی خپل کور ته ننوځی پو لیس يي نه پریږدی نو بلا خره د کشمکش خبره يي میر من ته ورسیده ، میر من امر وکړ چی دا سړی را پریږدی، سړی کورته ننوت ورځ تیره شوه بیا شپه شوه خبره دا چی د ښځی امیدونو اوحرص زیات وو نو دی شپی يي بیا خپل خا وند ته وویل چی سهار بیا دد ریاب غا ړی ته ځی او ما هی ته به وايي چی زما میر من شا هینشا ه کړ او د دنیا ټول پادشا هان با ید زما ا طا عت وکړی ، خو کله چی سها رشو ما هیګیر بیا ددریاب غا ړی ته ولا ړ او پر ما هي غږ وکړ، نو بیا ما هي خپل سر ددریاب را پورته کړ او ما هیګیر ته وویل چی څه غواړی نو ما هیګیر ورته وویل هغه څه چی زه يي نه غواړم مګر زما میرمن غواړی دادی چی زما میر من شا هینشا هي غوا ړی ، نو ما هي بیا ور ته وویل سمه ده ترڅوچی ته کور ته ځی ستا میر من به شا هینشا ه وي ، خو کله چی ما هیګیر کورته راغۍ ګوری چی میر من يي شا هینشا ه ده او د دنیا ټول پا د شا هان تری نه را ټول دي او کش او پش يي ډیر زیات دی نو ما هیګیر په یو تر تیب خپل کور ته ننوځي او په کو ټه کی غلی کیښني .


 کله چی بیا شپه شوه میر من يي ورته وویل چی سهار به بیا هرو مرو ددریاب غاړی ته ځی او ما هي ته به وايي چی زما میر من وايي که د لمر اوسپوژمۍ واک اواختیار زما په لاس کی شي ، نو خا وند يي ددی خبری په اوریدو سره ډیر دلګیره شو، او خپلی میر من ته وویل چی دا کار زه نشم کو لا ی او نه ما هي ته ویلای شم نو میر من يي په غو سه شوه او خا وند ته وویل که دا کار ونکړی نو سهار به دی دار وځړاوم ، نو خا وند يي د خپل دمرګ له ویری سهار ددریاب غاړی ته ولاړ او پر ما هی غږ وکړ او ما هی ددریاب نه سر را پورته کړاو ما هیګیر ته يي وویل بیا څه غواړی ، ما هیګیرور ته وویل دا غوښتنه می په خوله نه راځی نو ما هي ور ته وویل خیر دی بیا هم ، ما هیګیر ور ته وویل زما ښځه غواړی که داد لمر او سپوژمۍ واک او اختیار زما په لاس کی شی ډیر به ښه وي ، نو ما هي ددی خبرو په اوریدو سره په خندا شو او ما هیګیر ته وویل ګرانه که تا هر سوال کړی وای نوما منه مګر دا سوال نشم منلای ځکه اوس ستا میر من د خدايي دعوا کوي نو ستا د میر من د پاره همغه زړه کوټه ، زوړ لمڅۍ او نغرۍ ښه دی نوځه په مخه دی ښه شه ، ما هیګیر ددی خبرو په اوریدو سره بیرته د خپل کور په مخ راروان شو کله چی کور ته رسیږی ګوري چی میر من په خپلو ویښتان کی ګو تی بندی کړی چیغی ناری او سوری وهی چی خدا یه دا څه وشوه بیا همغه زړه کوټه ، زوړ لمڅۍ او نغرۍ می په برخه او په قسمت شو ، پس شاعر وايي،
قنا عت په خپل قسمت کړه حریص مشه + داځله ویش به لږ نه به بسیار شي .
دوستا نو ، دا تاسو او دا کیسه ،
اوس به راشو اصل مطلب ته ،
تاسو ته به ښه معلو مه وي کله چی مو لوی خمیني د رضا شاه پهلوي په وخت په بهر کی د تبعید شپی او ورځی تیرولی اوټول اخوندان پدی ار مان وو چی کله به د ایران د ملک ز مامداری ز مونږ په لاس کی وغورځیږی خو کله چی خدا ی تعا لی ددوی دا ارمان پوره کړ او بلا خره په قدرت ورسیدل ددی اخوندانوحرص او هوس د پورتنی ‌ذکر شوی ښځی نه لا ډیر زیات شو، دا پدی معنی چی دوی د خپل ملک په واک او اختیار قنا عت او شکر ونویست او غواړی چی د ایران نه یوه لو یه ا مپر ا طوری جوړه کړی او ددوی لاس وهنی تا سو په ښکاره ډول سره وینی چی د افغانستان او عراق نه نیولی حتی عربي نورو هیوادوته رسیدلی دي او پدی ورځو داسی ښکاره شواهد موجود دی چی دوی غواړی په خپلو پیسو سره د مصر خلک شعیه مذهب ته راواړه وي او اوس چی کومی بد بختی يي ، بی اتفاقی يي او کشمکش زمونږ په خوږ وطن افغانستان کی روان دی دا دجاه طلبه اخوندانودلاسه دي ، او ددوی لاس وهنه دومره حد ته رسیدلی ده چی زمونږ د وطن په کا رونو کی په ښکاره تو ګه معلو میږی چی د ه بیلګی په تو ګه د افغانستان نوی ولسي جرګه تا سو ته په ګوته کولای شم ، دا پدی معنی چی دا سی ګونګوسی او اوازی شته چی یوه ښځینه و کیله چی د ایران د تا بعیت اسناد هم په لاس کی لری او د نیمروز ولایت نه ولسي جرګی ته بر یا لۍ کاندیده اعلان شویده ایا د اد افغان ولس ته د منلو وړده څه وکړو هغه متل دی چی وايي ، ( ونی ویل که لاستۍ په ما کی نوای نو تبر به ما نا څه غوښتل) او دا رښتیا خبره ده که زمونږ په ملک کی د حفیظ الله خان منفور ، لطیف خردام او مخدوم لعین په شان وطن فرو شان نه وای نو مونږ نه به ایران څه غوښتل. 


 پدی اساس د ایران اخوندان غواړي چی ددغسی تا لي څټو او وطن فروش په وسیله د نړۍ ټول اسلامي هیوا دونه د خپل اسارت لاندی راولي او د ایران یو ایران کبیر یا لوی ایران جوړکړی مګر دایراني اخوندانو دا وحشیا نه خوبونه به هیڅ کله په وا قعیت بدل نشي اودوی به دپورتنۍ ‌ذکر شوی ښځی په سر نوشت اخته شي ، نو مونږ اوتا سو ته په کا ر ده چی د ایراني اخوندانو ددی ناوړو کارونو په مقا بل کی چپه خوله پاتی نشو اوخپلو کړنو ته باید د قلم او ژبی له لاری دوام ورکړو او د نړی هیوادونواو په ځا نګړۍ توګه اسلا مي هیوادونوغوږونوته خپل اه او اواز ورسوو.
خوږو لوستونکو ، که زما په مطلب کی کومه سهوه یا خطا شوي وي ډیره بخښنه غواړم او ستا سو د سرخوږوالي سبب شوم .

Copyright Larawbar 2007-2024