کندهار: امنيه قومندان له يوې چاودنې روغ ووت
دغه چاودنه دسې شنبې په ورځ نږدې يوه بجه دکندهارولايت پنځمې ناحيې دخواجه بابا په سيمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې دامنيي قومندان خان محمد دموټرو کاروان له سيمې څخه دتيريدو په حال کې وو .
دکندهار امنيي قومندان له پيښې وروسته وويل چاوديدونکي توکې په يوبوشکه کې ځاى پرځاى شوي وه اوهغه مهال چاودنه ورکړل شوه چې دى له سيمي څخه دتيريدو په حال کې وو.
نوموړي زياته کړه په دي چاودنه کې مالي اوځاني زيان چاته نه دى اوښتى .