د شمال د لومړۍ پښتو خپرونې پنځه ويشتمه ګڼه له چاپه ووته

د لراوبر اداره | فبروري 4th, 2011


د شمال د لومړۍ پښتو خپرونې (پرخې) پرله پسې پنځه ويشتمه ګڼه له چاپه راووته.
د پرخې د دغې ګڼې پر لومړۍ پښتۍ د وزلوبې او په درېيمه پښتۍ يې د لروبر پښتنو خان، خوشال بابا تصوير راغلې دى.
د مجلې سرليكنه د هېواد تېرو پارلماني ټاكنو باندې څرخېدلى، چې په شمال كې له پښتنو سره د ټاكنيزو مبارزو او رايې كارونې پر ورځ د شويو درغليو او زورزياتي په اړه بحث كوي.


همداراز په خپرونه كې ادبي، ټولينزې ليكنې او د شمال ميتشو ليكوالو او شاعرانو د پېژندنې لړۍ ته ځاى وركړل شوى دى .


د پرخې په دې ګڼه كې د ډرامې په اړه د ښاغلي ننګ يوسفزي هراړخيزه اوږده مركه ده، چې د ځوان ژورناليست او ليكوال وحيد احمدزي لخوا ترسره شوې ده. په دغه مركه كې يوسفزي صيب د ډرامې په اړه هراړخيزو پوښتنو ته په زړه پورې ځوابونه وركړي دي.


همداراز د شمال لومړۍ پښتو خپرونه د خپلو تېرو ګڼو په څېر د شمال ميشتو شاعرانو او ليكوالو د پېژندنې په لړ كې يو شمېر پښتانه ځوانان درپېژني، چې په شمال كې د خپلې ژبې د ادب د لا بډاينې په موخه ستړي دي.


پرخه مجله د هېواد له، كابل، غزني، خوست، بلخ، بغلان ، كندوز، ننګرهار، كندهار، كويټه، پېښور، پكتيا او د نورو ولايتونو له بېلا پېلو كتابپلورنځيو څخه ترلاسه كولى شئ.
په هر ولايت كې د پرخه مجلې د ترلاسه كولو په موخه په لاندې پتو اړيكې نيولى شئ
0799833338
Zahsass.2@gmail.com

Copyright Larawbar 2007-2024