نظری به ادبيات پښتو (د علامه حبیبي کتابښود)

مختار احمد احسان | فبروري 12th, 2011


عمومي ځانګړني:
ژبه: دري
چاپ کال: ۱۳۵۷ ش
خپروونکی: د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی
د مخونو شمېر: ۱ + ۲ +۱ ۱ + ۸ + ۴۸ = ٦۰ مخه
يادوني او سريزه: ۱۲ مخه اصل متن: ۴۸ مخه



موضوع او پېژندنه:


دا رساله لوی استاد علامه حبيبي په ۱۳۴۴ ش کال په دري ژبه د ارواښاد استاد عبدالرؤف بېنوا په غوښتنه چي هغه مهال په قاهره کي د افغانستان د لوی سفارت مطبوعاتي اتاشه وو ليکلې وه، په دې اړه خپله لوی استاد په هغه يومخيز يادښت کي چي د دې رسالې په سر کي چاپ سوی دئ داسي يادونه کوي: “اين رسالۀ کوچک برای شناسايی زبان و ادب پښتو به برادران عربی زبان در سنۀ ۱۳۴۴ ش بفرمايش برادر عزيز و دانشمندم ښاغلی عبدالرؤف بېنوا که درانوقت اتاشۀ مطبوعاتی سفارت کبرای افغانستان در قاهره بود بزبان دری نوشته شد تا خوانندۀ آن بصورت اجمالی از تاريخ و ادب اين زبان مطالب مهمی را بداند(۲)”. کتاب د پښتو ادب د تاريخ اجمال دئ، په پيل کي د پښتو ژبي پر قدامت او د نورو ژبو لکه اويستا او سنسکريت سره پر اړېکو او وروسته د نوموړي ژبي پر مشاهيرو او آثارو بحث کوي، چي سړی په ډېره لنډه موده کي د پښتو ژبي د ادبي تاريخ، قدامت، مشاهيرو او ادبي آثارو سره آشنا کوي. نوموړې دري ترجمه له هغه عربي متنه څخه سوې ده چي ارواښاد بېنوا په قاهره کي د (نظرة عابرة الی الغة البشتو) په نامه خپره کړې وه.


دري مترجم ئې ښاغلي استاد سمندر غوريانی دئ. د رسالې اصلي دري متن په ۴۸ مخونو کي خپور سوی دئ. تر اصلي متن مخکي د لوی استاد علامه حبيبي له خوا د (آغاز) تر سرليک لاندي يو مخيزه يادونه لري، دوه مخيزه سريزه ئې د هغه مهال د ژبو او ادبياتو د پوهنځي رئيس پوهاند ميرحسين شاه ليکلې ده او د (دربارۀ اين اثر) تر عنوان لاندي ارواښاد استاد بېنوا هم يو مخ يادښت پر ليکلی دئ، وروسته په اتو مخونو کي د کتاب پر اهميت، پېژندنه او چاپي اړتيا باندي د (نظری بر ادبيات پښتو) تر عنوان لاندي د ښاغلي سرمحقق زلمي هيوادمل ليکنه راغلې ده. کتاب د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي له خوا په شپېتو مخونو کي د محمد هوتک د نمانځني د غونډي په وياړ په ۱۳۵۷ ش کال د ښاغلي عبدالکريم پتنګ په اهتمام پر نخودي رنګه کاغذ خپور سوی دئ.


 


عربي ترجمه: د (نظری بر ادبيات پښتو) اصلي متن لکه څنګه چي علامه صاحب وايي په لومړی وار هغوی په دري ليکلی دئ، او د ارواښاد استاد بېنوا په غوښتنه ئې هغوی ته قاهرې ته ور استولی وو، استاد بېنوا نوموړې رساله په عربي ترجمه کړې او عربي ترجمه ئې همالته په قاهره کي خپره کړه. خو اصلي دري متن ورک سوی دئ او د علامه مرحوم دري ليکنه تر چاپه نه ده رسېدلې.


عربي ترجمه ئې استاد بېنوا هغه مهال کړې وه کله چي هغه مرحوم د قاهرې په لوی افغاني سفارت کي د مطبوعاتي آتشه په توګه دنده تر سره کوله. عربي ژباړه ئې په (۷۹) مخونو کي چاپ سوې ده، په سر کي د (تمهيد) تر عنوان لاندي د استاد بېنوا له خوا يو دوه مخيزه يادونه راغلې ده، ورپسې د کتاب د ليکوال لوی استاد پېژندنه د هغه د عکس سره يو ځای په يوه مخ کي سوې ده. وروسته عربي ترجمه شروع کېږي. په عربي ترجمه کي د پټي خزاني ځيني شعرونه هم ترجمه سوي او خپاره سوي دي خو په پټه خزانه کي چي د هاشم سرواني له خوا د خپل استاد ابن الخلاد (۱۹۱ – ۲۸۳ هجري) کومه عربي غزله ترجمه سوې ده، په نوموړې رساله کي د هغه پښتو ترجمه کړې غزل د عربي ترجمې سره يو ځای راغلې ده. په رساله کي د خوشحال خان خټک، رحمان بابا او شاه حسين هوتک د معرفۍ او پېژندني سره د هغوی عکسونه هم چاپ سوي دي.


عربي ژباړه ئې پر اخباري کاغذ او کاغذي وقايه باندي په قاهره کي د افغاني سفارت له خوا د هغه ځای په (مؤسسة دارالتحرير للطبع والنشر) کي چاپ سوې ده. د چاپ نېټه نه لري، خو دا چي ارواښاد استاد بېنوا د ۱۳۴۰ – ۱۳۴۵ کلونو تر منځ په قاهره کي د مطبوعاتي اتاشه په توګه دنده اجراء کوله(۳)نو يقين ته په نژدې ګومان ويلای سو چي نوموړې رساله به هم په هماغه کال چاپ سوې وي.


انګليسي ترجمه: د افغاني شملې ښاغلی ټولوونکي د نوموړي کتاب په سريزه کي يو ځای ليکي: “همدا راز يوه خبره د يادولو وړ ده هغه دا چي د ارواښاد لوی استاد “نظری به ادبيات پښتو” اثر چي ارواښاد فاضل استاد بېنوا په عربي ژباړلی، ښاغلي پوهنيار اميرمحمد شين ډنډي دغه اثر په انګرېزي ژباړلی او د خپلي علمي ترفيع له پاره يې کانديد کړی دی”(۴) د انګريزي ترجمې يادونه ما په پورتني اثر کي په همدغه شکل ليدلې ده، خو تر اوسه مي لا د هغې غنيمت رسالې دغه انګرېزي ترجمه په چاپي بڼه نه ده ليدلې.


 — —————————————–


 (۱)د کتاب پر وقايه باندي د کتاب نوم (نظری به ادبيات پښتو) ليکل سوی دئ، خو په دوهم مخ او نورو ځايونو کي دغه نوم د (نظری بر ادبياتو پښتو) په شکل راغلی دئ.
(۲)نظری به ادبيات پښتو: (يکم) مخ، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي چاپ، ۱۳۵۷ ش.
(۳)پردېس بېنوا: عبدالقديم پتيال، ۵۹ مخ، ۱۳۸۷ش، علامه رشاد خپرندويه ټولنه.
(۴)فغاني شمله (د مقالو ټولګه): ټولوونکی او د سريزي ليکوال: ډاکټر طارق رشاد، ۵ مخ، ۱۳۷۹ ش – (د افغاني کلتوري ټولني – نيدرلينډ) له خپرونو څخه.

Copyright Larawbar 2007-2024