په زابل ولايت کي مرستي وويشل سوې

د لراوبر اداره | مارچ 3rd, 2008


د افغان ملي امنيتي ځواکونو اوآيساف سرتيرو د زابل په ولايت کې مرستې وويشلې      


کابل، افغانستان (د مارچ  لومړۍ نيټه) – له سيميزو کليوالو سره د تلپاتې او رغنده همکارۍ د مينځ ته راوړلو د دوامدارو هڅو د يوې برخې په توګه، د فبرورۍ د مياشتې په نيمايي کې د بشري مرستو يو ګډ ماموريت په لاره واچول شو چې په ترڅ کې يې د زابل ولايت د ترنک او جلدک د ولسوالۍ پر اوسيدونکو يوزيات شميراړين خوراکي توکي او جامې وويشل شوې.      


په دې ګډ نوښت کې د افغان ملي پوځ، افغان ملي پوليسو او آيساف ځواکونو ګډون درلود.  


د زابل د کاري ځواک قومندان ډګرمن ادريان سوسي وويل: ” دواړو افغان او آيساف ځواکونو خپله پاملرنه د امنيت په پرمختيا باندې متمرکز کړې ده او د عادي افغانانو لپاره د ژوند اسانتياوې برابروي”. هغه زیاته کړه “دغه بشري ماموريت د افغان ملي امنيتي ځواکونوسره د دا شان عملياتو د په لاره اچونې په لورکوم چې د دې هيواد خلکو ته مثبته ګټه رسوي،  يوډير مثبت ګام دى ” .  


د بشري مرستو د ويش بله جوپه د فبرورۍ دمياشتې په ٢٧ مه نيټه له زابل ولايت څخه د سويل د سيميزې قومندانۍ د مرستيال قومندان بريد جنرال هارم دي جونګ له ليدنې سره جوخت ترسره شوه.  


بريد جنرال دي جونګ وويل” ما غوښتل ترڅو ووينم چې افغان ملي امنيتي ځواکونه او آيساف په څه ډول يوبل سره کارکوي. هغه زياته کړه زه ددې په ليدلو سره چې مونږ سيميزو خلکوته نيغ په نيغه ګټې رسوو، ډير خوښ يم”.  


جنرال د کليو له مشرانو سره خبرې وکړې ، د کليو مشرانو د سرتيرو لخوا دبشري مرستو له ويشنې څخه مننه وکړه.  


يوه کليوال مشر وويل” د افغان ملی امنیتی ځواکونو او آيساف ملاتړ له مونږ سره نيغ په نيغه مرسته کړيده او مونږ ډير خوشاله يو چې سرتيري وينو”.

Copyright Larawbar 2007-2024