د هرات هوايي ډګر نړيوال شو
دهرات هوايي ډګر چې له دې مخكي يواځي كورنۍ الوتني په كې كيدلې نن په نړيوال هوايي ډګر واوښت. دغه هوايي ډګر چې د ناټو په پنځه مليونه ډالره مرستې باندې بيارغول شوى ، اوس د دې جوګه دى چې نړيوالي الوتني په كې ترسره شي.
دغه ډګر نن افغان دولتي چارواكو پرانيست او لمړنۍ ستره الوتكه د آريانا افغان هوايي شركت ايربس الوتكه وه چې په دې ډګر كې كښينسته. ټاكل شوې ده چې په راتلونكي كې به د ۱۰۰۰ كسانو لپاره نوى د انتظار صالون هم جوړ شي.