دامریکا مداخلې ( د ډاکټر نثار احمد صمد ليکنه)
په بهرنیو هېوادو کي د امریکا پوځی او مخفی عملیات د۱۷۹۸ څخه تر نن پوری لیکواله ډله : ګلوبل پالیسی فورم
ژباړن : ډاکټر نثار احمد ۲۰ تر ۲۵ فبروري ۲۰۰۸
یادونه: دغه لیست غوڅ او یا له هره پلوه بشپړ نه دی او نه هم د مدا خلو د توضیح کولو او تبصره کولو هڅه پکښی سوې ده . باید وویل سی چي په لومړۍ او دوهمه نړیواله جګړه کي د امریکا عملیات په دې لیست کي شامل نه دی .
۱۸۰۰ـــ ۱۷۹۸ـــ فرانسه ـــ د فرانسې پر ضد نا اعلان کړې جګړه. مارین(بحري پوځیان ) په پورتو پلاتا کي پلی سول.
۱۸۰۱ــ ۱۸۰۵ ـــ تریپولی ـــ د تریپولی (لیبیا) سره جګړه ، چي «لومړنۍ بربری جګړه » بلل سوې ده .
۱۸۰۶ ـــ هسپانوی مکسیکو – پوځی ځواکونه د ریوګراند په رودخانه کي د هسپانیې قلمرو ته ور ننو تل.
۱۸۰۶ ــ۱۸۱۰ هسپانوی او فرانسوی په کرابین کي ـــ د امریکا سمندری کښتیو په کارابین کي پر هسپانوی او فرانسوی تجارتی کښتیو حملې وړې .
۱۸۱۰ ـــ هسپانوی لویدیځه فلوریدا ـــ پوځیانو پر غربی فلوریډا یرغل وکړ او هغه یې ونیوله چي دهسپانیې په واک کي وه.
۱۸۱۲ ـــ هسپانوی ختیځه فلوریډا ـــ پوځیانو د امیلیا ټاپو او ورپوری سیمی ونیولې.
۱۸۱۲ ـــ برتانیه – د ۱۸۱۲ کال جنګ سمندری اوځمکنی عملیات په بر کي لرل.
۱۸۱۳ ـــ مارکویس ټاپو – ځواکونو نوکاهیوا ونیول او په پا سفیک کي یې لومړنۍ امریکایی بحری اډه جوړه کړه.
۱۸۱۴ ـــ هسپانوی (ختیځه فلوریډا ) ـــ پوځیانو په هسپانوۍ ختیځه فلوریډا کي پنساکولا ونیول.
۱۸۱۴ ــ۱۸۲۵ – فرانسویان ، برتانویان او هسپا نویان په کارابین کي ـــ امریکایی سمندری ډلګیو په کارابین کي د فرانسوی ، برتانوی او هسپانوی کښتیو سره جنګ وکړ. ۱۸۱۵
ـــ الجزایر او تریپولی ـــ د امریکا بحری چټکو قواوو د کپتان ستیفن ډیکيټر په مشرۍ په شمالی افریقا کي دوهم « بربری جنګ » وکړ .
۱۸۱۶ – ۱۸۱۹ ـــ هسپانوی ختیځه فلوریډا ـــ پوځونو پر نیکو لاس کلا ،امیلیا ټاپوګانو او نورو ستراتیژیکي ځایونو حملې وکړې او هغه یې ونیول. هسپانیې با الاخره ختیځه فلوریدا امریکا ته ور پرېښودل.
۱۸۲۲ – ۱۸۲۵ ـــ هسپانوی کيوبا او پورتوریکو – مارین( بحری پوځیان) دهسپانیې د کيوبا په ګڼو ښارونو او هم په هسپانوی پورتوریکو کي پیاده سول.
۱۸۲۷ ـــ یونان ـــ مارین د یونان د ارجنتایر ، مایکونی او اندراس پر ټاپوګانو حمله وکړه.
۱۸۳۱ ـــ فالکلینډ/ملو نیاس ټاپوګان ـــ امریکایی سمندری ډلګیو په جنوبی اتلانتیک کي د فالکلینډ پر ټاپوګانو حمله وروړه.
۱۸۳۲ ـــ سوماترا، د هالینډ ایسټ انډیز ـــ امریکایی سمندری دلګیو پر قلا باتو باندی حمله وکړه.
۱۸۳۳ ـــ ارجنټاین ـــ پوځ په بنیس آیریس کي پلی سو او د ځایی جګړه مارو سره په جنګ لګیا سول.
۱۸۳۵ – ۱۸۳۶ ـــ پیرو ـــ پوځیان د ښورښی ضد عملیاتو لپاره دوه ځله ور سوق سول.
۱۸۳۶ ـــ مکسیکو ـــ پوځیانود تکزاس د جګړې سره د خپلواکۍ لپاره کومک وکړ.
۱۸۳۷کاناډا ـــ د کاناډا پر سرحد سمندری پېښه ددې باعث سوه چي پر کاناډا دحملې په خاطر یو لوی پوځ مجهز سی. جنګ تقریبأ پېښ نه سو. ۱۸۳۸ ـــ سوماترا، د هالینډ ختیځ انډیز ـــ امریکایی ځواکونه سوماترا ته د سزا ورکونکي ماموریت لپاره ورولېږل سول.
۱۸۴۰ ـــ ۱۸۴۱ فیجي ـــ سمندری ځواکونه ځای پر ځای او مارین پیاده سول.
۱۸۴۱ ـــ سامووا ـــ سمندری ځواکونه مستقر او مارین ور پلی سول.
۱۸۴۲ ـــ مکسیکو ـــ سمندری ځواکونه دڅه مودې لپاره د مونتری او ساندیا ګو ښارونه ونیول.
۱۸۴۳ ـــ چين ـــ مارین په کانتون کي پلی سول.
۱۸۴۳ – آیوری کوسټ ـــ مارین ور ننوتل.
۱۸۴۶ ـــ ۱۸۴۸ ـــ مکسیکو – یو بشپړ جنګ. مکسیکو خپله نیمه خاوره امریکا ته دګاډلوپ هیډلګو د تړون پرا ساس ور پرېښودل.
۱۸۴۹ ـــ عثمانی امپراتوری ( ترکيه ) – سمندری ځواکونه سمیرنا ته ولېږل سول.
۱۸۵۲ ـــ ۱۸۵۳ ـــ ارجنټاین ـــ مارین په بونیس ایرس کي پلی سول.
۱۸۵۴ ـــ نیکا راګوا ـــ سمندری ځواک د سان ژوان دیل نارت ښار بم وري کوي او هغه تباه کوي.
مارین هلته پلی کيږی او ښار ته اور اچوي.
۱۸۵۴ – جاپا ن ـــ بحری قوماندان پیري او دهغه ډلګی په یوکوهاما کي مستقر سول.
۱۸۵۵ –یوروګوای ـــ مارین په مونت ویدیو کي پلي سول.
۱۸۵۶ – کولمبیا (د پاناما سیمه ) ـــ مارین د ښورښی ضد عملیاتو لپاره پلي سول.
۱۸۵۶ چين ـــ مارین په کانتو کي پلی سول.
۱۸۵۶ ـــ هاوایی ـــ سمندری ځواکونو د جارویس،بیکر او هاولینډ کوچنی ټاپوګان په هاوایی جزیره کي ونیول.
۱۸۵۷ ـــ نیکاراګوا ـــ مارین ور پلی سول . ۱۸۵۸ ـــ یوروګوای ـــ مارین په مونتی ویدیو کي ور کوز شول .
۱۸۵۸ فیجی – مارین ور پلی سول.
۱۸۵۹ ـــ پاراګوای ـــ لوی سمندری پوح مستقر سو .
۱۸۵۹ ـــ چين ـــ پوځونه شانګهای ته ور ننوتل.
۱۸۵۹ ـــ مکسیکو – پوځی ځواکونه شمالی سیمی ته ور ننو تل .
۱۸۶۰ ـــ د پورتګال لویدیځه افریقا ـــ پوځونه په کيسیمبو کي پیاده سول.
۱۸۶۰ ـــ کولمبیا (دپاناما سیمه ) ـــ پوځونه او سمندری ځواکونه مستقر سول .
۱۸۶۳ – جاپان ـــ پوځونه په شیمونو سیکي کي پیاده سول.
۱۸۶۴ ـــ جاپان ـــ پوځونه په یدو کي پلی سول.
۱۸۶۵ ـــ کولمبیا (دپاناما سیمه ) ـــ مارین پیاده سول.
۱۸۶۶ ـــ کولمبیا (دپاناما سیمه ) ـــ پوځیانو پر ماتا مورس حمله وکړه اوهغه یې ونیوا و وروسته بیرته ترې ووتل.
۱۸۶۶ ـــ چين ـــ مارین په نیوچوانګ کي پلی سول.
۱۸۶۷ ـــ نیکاراګوا ـــ مارین د نیکاراګوا په ماناګوا او لیون کي پلی سول. ۱۸۶۷ ــ ـــ فارموسا ټاپو ( تایوان ) مارین ور پلی سول.
۱۸۶۷ ـــ میډوې جزیره ـــ سمندری ځواکونو د هاوایی په آرچي پیلاګو کي د یوې سمندری اډې په خاطر دغه ټاپو ونیوله .
۱۸۶۸ ـــ جاپان ــ سمندری ځواکونه په اوساکا، هیوګو، ناګاساکي ، یوکوهاما او نیګاتا کي ځای پر ځای سول.
۱۸۶۸ ــ یوروګوای ــ مارین په مونتی ویدیو کي ځای پر ځای سول.
۱۸۷۰ ــ کولمبیا ــ مارین ور پلی سول.
۱۸۷۱ ــ کوریا ــ ځواکونه ور پلی سول. ۱۸۷۳ ــ کولمبیا (د پاناما سیمه )ــ مارین ور پیاده سول.
۱۸۷۴ ــ هاوایی ــ سمندریان او مارین ور کښته سول.
۱۸۷۶ ــ مکسیکو ــ پوځ یو ځل بیا ماتاموروس ونیو. ۱۸۸۲ ــ برتانوﺉ مصر ــ پوځونه ور پلي سول.
۱۸۸۵ ــ کولمبیا (دپاناما سیمه ) ــ پوځ په کولون او پاناما ښار کي پلی سو. ۱۸۸۵ ــ سامووا ــ سمندری ځواکونه ځای پر ځای سول.
۱۸۸۷ ــ هاوایی ــ سمندری ځواک دا حق تر لاسه کړ چي په پیرل هاربر کي دایمی سمندری اډه جوړه کړی.
۱۸۸۸ ــ هایتی ــ پوځیان مستقر سول.
۱۸۸۸ ــ سامووا ــ مارین ور پلی سول.
۱۸۸۹ ــ سامووا ــ د جرمن سمندری ځواکونو سره نښته.
۱۸۹۰ ــ ارجنټاین ــامریکایی سمندریان په بوینس آیرس کي پلی سول.
۱۸۹۱ ــ چيلی ــ امریکایی سمندری ځواک د وال پارایسوپه لوی بندری ښار کي پلی سول.
۱۸۹۱ ــ هایتی ــ مارین د امریکا تر دعوې لاندی ناواسا ټاپو ته ور پلی سول. ۱۸۹۳ ــ هاوایی ــ مارین او نورسمندری ځواکونه ور پلی سول او شاهی نظام یې نسکور کړ.
۱۸۹۴ ــ نیکاراګوا ــ مارین په بلوفیلډز او ختیځ ساحل کي پلی سول.
۱۸۹۴ ــ ۱۸۹۵ ــ چين ــ مارین په تاین ستین او پیکنګ کي موچل بندي سول. یوې سمندری بیړۍ په نیو چاونګ کي موضع ونیوله.
۱۸۹۴ ــ ۱۸۹۶ ــ کوریا ــ مارین پلی کيږی او په سیول کي پاتیږی .
۱۸۹۵ ــ کولمبیا ــ مارین د بوکاس دیل تورو ښار ته ورلیږل کيږی.
۱۸۹۶ ــ نیکاراګوا ــ مارین د کورینتو په بندر کي پلی کيږی.
۱۸۹۸ ــ نیکاراګوا ــ مارین د ساندیل سر په بندری ښار کي پلی کيږی.
۱۸۹۸ ــ ګوام ــ سمندری ځواکونه د ګوام ټاپو د هسپانیې څخه نیسی او امریکا دا ټاپو د تل لپاره خپلوي.
۱۸۹۸ــ کيوبا ــ سمندری او مځکنی ځواکونه کيوبا د هسپانیې څخه نیسی.
۱۸۹۸ ــ پورتوریکو ــ سمندری او ځمکنی ځواکونه پورتوریکو د هسپانیې څخه نیسی اوامریکا دا ځای د تل لپاره خپلوي.
۱۸۹۸ ــ فلپین ــ سمندری ځواکونه هسپانوی کښتیانی ماتوی او امریکا ددې هېواد کنټرول اخلی.
۱۸۹۹ ــ فلپین ــ پوځی یونټونه د ښورښی ضد لویو عملیاتو لپاره له سره تقویه کيږی.
۱۸۹۹ ــ سامووا ــ سمندری ځواکونه پلی کيږی.
۱۸۹۹ ــ نیکاراګوا ــ مارین د بلو فیلډز په بندري ښار کي پلی کيږی.
۱۹۰۰ ــ چين ــ امریکایی ځواکونه په څو ښارونو کي مداخله کوي.
۱۹۰۱ ــ کولمبیا/پاناما ــ مارین پلی کيږی. ۱۹۰۲ ــ کولمبیا/ پاناما ــ امریکایی ځواکونه په بوکاس دیل تورو کي پلی کيږی.
۱۹۰۳ ــکولمبیا/ پاناما ــ د امریکا په ملاتړ په شمالی کولمبیا کي یوه ډله د پاناما د هېواد په نوم استقلال اعلانوی .
۱۹۰۳ ــ هاندوراس ــ مارین د پورتوکورټیز سواحلو ته ورځی .
۱۹۰۳ ــ دومنیکن جمهوریت ــ مارین په سانتوډومینګو کي پلی کيږی.
۱۹۰۴ــ۱۹۰۵ــ کيوبا ــ مارین پلی کيږی. امریکا په ګوانتاناموبې کي یوه لویه سمندري اډه جوړوي.
۱۹۰۷ ــنیکاراګوا ــ پوځونه عمده مرکزونه نیسی.
۱۹۰۷ هاندوراس ــ مارین پلی کيږی او د تروجیلو،سایبا، پورتوکورټیز وسان پیدرو ، لګونا ، او چولوما د ښارونوپوځی قشلې نیسی .
۱۹۰۸ ــ پاناما ــ مارین ور پلی کيږی او عملیات اجرا کوي.
۱۹۱۰ نیکاراګوا ــ مارین په بلو فیلډز او کورینتو کي پلي کيږی .
۱۹۱۱ ــ هاندوراس ــ مارین مداخله کوی .
۱۹۱۴ــ۱۹۱۱ ــچين ــ امریکا پدې هېواد کي د ۵۰۰۰ پوځیانو شتون قایموی او د ۴۴ کښتیو په ذریعه د چين سواحل او سیندونه ګزمه کوي .
۱۹۱۲ ــ کيوبا ــ امریکا هاوانا ته د جنګ لپاره پوځونه ورلیږی.
۱۹۱۲ ــ پاناما ــ پوځ مداخله کوی. ۱۹۱۲ ــ هاندوراس ــ مارین ور کښته کيږی .
۱۹۳۳ــ۱۹۱۲ ــ نیکاراګوا ــ مارین مداخله کوی .ددې هېواد شل کلنۍ نیونه منځته راځی .
۱۹۱۳ ــ مکسیکو ــ مارین په سیاریس ایسترو کي پلی کيږی.
۱۹۱۴ ــ دومنیکن جمهوریت ــ سمندری ځواکونه دسانتو ډومینګو په ښار کي په جګړو ور ګډ یږی .
۱۹۱۴ ــ مکسیکو ــ امریکایی ځواکونه داپریل څخه تر نوامبر پوری د مکسیکو لوی بندري ښار ویراکرس قبضه کوی .
۱۹۱۶ــ۱۹۱۵ ــ مکسیکو ــ د امریکا یوه ماءموریتی قوا د جنرال جان پرشینګ تر قوماندې لاندی د تکزاس له پولی ور تیریږی او څو سوه میله د مکسیکو په خاوره ورننوزی .
با الاخره هغوی په ۱۱۰۰۰ افسرانو او افرادو سره تقویه کيږی . ۱۹۳۴ــ۱۹۱۴ ــ هایتی ــ پوځونه ور پلی کيږی ، هوایی بم وری ۱۹ کلن اشغال منځته راوړی .
۱۹۲۴ــ۱۹۱۶ ــ دومنیکن جمهوریت ــ پوځی مداخله ۸ کلن اشغال منځته راوړی .
۱۹۳۳ــ۱۹۱۷ ــ کيوبا ــ د سمندری ځواکونو پلی کيدل . د ۱۵ کلنی نیوني پیلېدل .
۱۹۲۰ــ۱۹۱۸ ــ پاناما ــ پوځونه مداخله کوی ، او د څه باندی دوو کالو لپاره د « پولیس » دنده مخته بیایی .
۱۹۲۲ــ۱۹۱۸ ــ روسیه ــ سمندری ځواکونه او پوځ د هېواد په بیلابیلو سیمو کي د پنځو کالو لپاره وجنګیدل.
۱۹۱۹ ــ یوګوسلاویا ــ مارین په دیلماتیا کي مداخله وکړه .
۱۹۱۹ ــ هاندوراس ــ مارین ور پلی سول .
۱۹۲۰ ــ ګواتیمالا ــ پوځونه مداخله کوي .
۱۹۲۰ــ ترکيه ــ مارین په سمیرنا ( ایزمیر ) کي په عملیاتو ورګډ یږی .
۱۹۲۷ــ۱۹۲۲ ــ چين ــ سمندری ځواکونه او پوځیان دپنځو کالو لپاره ځای پر ځای کيږی .
۱۹۲۵ــ۱۹۲۴ ــ هاندوراس ــ پوځونه ددوو کالو په ترڅ کي دوه ځله ور پلی سول .
۱۹۲۵ ــ پاناما ــ مارین ور پلی او په عملیاتو کي اخته سول .
۱۹۳۴ــ۱۹۲۷ ــ چين ــ مارین او سمندری ځواکونه په ټول هېوادکي مستقر سول .
۱۹۳۲ ــالسلوادو ــ سمندری پوځیانو مداخله وکړه .
۱۹۳۳ کيوبا ــ سمندری ځواکونه مستقر سول .
۱۹۳۴ ــ چين ــ مارین په فوچوو کي ور پلی سول .
۱۹۴۶ ــ ایران ــ پوځونه په شمالی ولایت کي ځای پر ځای سول .
۱۹۴۹ــ۱۹۴۶ ــ چين ــ د څه ناڅه ۱۰۰،۰۰۰ پوځیانولوی امریکایی پوځي شتون چي جنګېدل ، او ځایی جنګیالیو ته یې روزنه او هدایت ورکاوه .
۱۹۴۹ــ۱۹۴۷ ــ یونان ــ امریکایی پوځ ددرو کالو لپاره ښورښی ضد عملیات وکړل . ۱۹۴۸ ــ ایټالیا ــ په ملی انتخاباتو کي د سی آی اې خورا لوی لاس لرل .
۱۹۵۴ــ۱۹۴۸ ــ فلپین ــ کوماندویی عملیات ، د سي آی اې « پټ » جنګ .
۱۹۵۳ــ۱۹۵۰ ــ کوریا ــ دکوریا په ټاپووزمه کي لوی پوځی لاس اچول .
۱۹۵۳ ــ ایران ــ سي آی اې د صدراعظم محمد مصدق حکومت نسکور کړ .۱۹۵۴ ــ ویتنام ــ د فرانسوي استعماری پوځی عملیاتو سره مالی او مادی ملاتړ، څو چي خبره باالاخره د امریکا مستقیم پوځی لاس اچولو ته رسیږی .
۱۹۵۴ ــ ګواتیمالا ــ سي آی اې د ولسمشر جیکوبواربینزګورمین حکومت نسکور کړ .
۱۹۵۸ ــ لبنان ــ امریکایی پوځیان او مارین واحدونه چي جمعأ ۱۴۰۰ کېدل ، پلی سول .
۱۹۵۸ ــ پاناما ــ په کانال زون کي د امریکایی ځواکونو او ځایی اتباعو تر منځ نښتی .
۱۹۵۹ ــ هایتی ــ مارین ور پلي سول .
۱۹۶۰ ــ کانګو ــ سی آی اې د صدراعظم پاتریس لو ممبو د نسکورولو او وژلو ملاتړ کاوه .
۱۹۶۴ــ۱۹۶۰ ــ ویتنام ــ د پوځی سلاکارانو اوخاصو ځواکونو تدریجی ور تیرول .
۱۹۶۱ ــکيوبا ــ سی آی اې د پیګ بې د یرغل ملاتړ کاوه .
۱۹۶۲ ــ کيوبا ــ اټومی تهدید او د سمندری ځواک لخوا محاصره .
۱۹۶۲ لاؤس ــ د سی آی اې په ملاتړپوځی کودتا .
۱۹۶۳ ایکوادور ــ سی آی اې د ولسمشر جوز ماریا والیسکوایبارا د پوځی نسکورولو تر شا وه .
۱۹۶۴ ــ پاناما ــ د کانال په زون کي د امریکایی ځواکونواوسیمه ییزو کسانو تر منځ نښتی .
۱۹۶۴ ــ برازیل ــ د سی آی اې په ملاتړ د یوې پوځی کودتا له لاری د جوواګولرټ حکومت ونړول سو او جنرال کاستیلو برانکو قدرت واخیست . ۱۹۷۵ــ۱۹۶۵ ــ ویتنام ــ د پوځی ځواکونو ستر حضور چي هوایی ، سمندری او ځمکنی واحدونه پکښی شامل وو چي شمیر یې څه باندی پنځه سوه زره و ، یو بشپړ جنګ .
۱۹۶۵ ــ اندونیزیا ــ د سی آی اې په ملاتړ پوځی کودتا کيږی ، ولسمشر سوکارنو راپرزول کيږی ، او جنرال سوهارتو قدرت ته رسول کيږی .
۱۹۶۵ ــ کانګو ــ د سی آی اې په ننګه پوځی کودتا کيږی ، ولسمشر جوزف کساووبورا پر زول کيږی او جوزف موبوتو واکمنیږی . ۱۹۶۵ ــ دومنیکن جمهوریت ــ ۲۳۰۰۰ پوځیان ور پلی کيږی .
۱۹۷۳ــ۱۹۶۵ ــ لاؤس ــ هوایی عملیات پیلیږی چي اته کاله دوام مومی . ۱۹۶۶ ــ ګانا ــ د سی آی اې په ننګه پوځی کودتا کيږی اوولسمشر کوامی نکروماه راپرزول کيږی .
۱۹۶۷ــ۱۹۶۶ ــ ګواتیمالا ــ خورا لوی ښورښی ضد عملیات .
۱۹۷۵ــ۱۹۶۹ ــ کمبودیا ــ سی آی اې د شهزاده سهانوک پر ضد د پوځی کودتا ملاتړ کوی ، او لون نول قدرت ته رسوی . د ویتنام سره پرسرحد اووه کاله سختی بم ورۍ مخته بیایی .
۱۹۷۰ ــ عمان ــ ښورښ ضد عملیات چي د ایران د سمندري ځواک سره په ګډه یرغل سمبالوی .
۱۹۷۳ــ۱۹۷۱ ــ لاؤس ــ د امریکایی او جنوبی ویتنام د ځواکونو یرغل .
۱۹۷۳ ــ چيلی ــ د سی آی اې په ملا تړ پوځی کودتا د ولسمشر سلوادور آلنده حکومت چپه سو .
جنرال آګوستو پینوشی قدرت واخیست .
۱۹۷۵ ــ کمبودیا ــ مارین ور پلی کيږی، د حکومتی ځواکونو سره په جنګ اخته کيږی .
۱۹۹۲ــ۱۹۷۶ انګولا ــ د پوځ او سی آی اې عملیات .
۱۹۸۰ ــ ایران ــ د ایران په دښت کي د خاصو ځواکونو د واحدونو پلی کول . دهلیکوپتر د خرابۍ له امله تر پلان لاندی حمله شنډه سوه .
۱۹۸۱ ــ لیبیا ــ سمندری جټ الوتکو د مدیترانې له پاسه په مانورو کي دوې لیبیایی جټ راوغورځولې .
۱۹۹۲ــ۱۹۸۱ ــ السلوادور ــ سی آی اې او خاصو ځواکونو اوږده ښورښی ضد عملیات اجرا کړل .
۱۹۹۰ــ۱۹۸۱ ــ نیکاراګوا ــ سی آی اې د «کونترا » عملیات هدایت کوی .
د امریکا هوایی واحدونه پر سواحلو او بندرونو بحری ماینونه غورځوی .
۱۹۸۴ــ۱۹۸۲ ــ لبنان ــ مارین پلی کيږی او سمندری ځواکونه پر ځایی جنګیالیو ډزی کوی .
۱۹۸۳ ــ ګرینادا ــ پوځی ځواکونه پر ګرینادا پوځی یرغل کوی.
۱۹۸۹ــ۱۹۸۳ ــ هاندوراس ــ د پوځی مرستی لوی پروګرام په نیکاراګوا کي د شخړی په غرض تر لاس لاندی نیول کيږی .
۱۹۸۴ ــ ایران ــ د فارس خلیج له پاسه دوه ایرانی جټ الوتکي را غورځول کيږی .
۱۹۸۶ ــ لیبیا ــ امریکایی الوتکي د تریپولی او بن غازی ښارونه بمباری کوی چي په هغه کي دولسمشر معمرالقدافی رسمی اوسیدنځای هم مستقیمأ ترحملې لاندی راولی .
۱۹۸۶ ــ بولویا ــ د خاصو ځواکونو یونټونه په ښورښی ضد جنګ کي ور داخلیږی .
۱۹۸۸ــ۱۹۸۷ ــ ایران ــ سمندری ځواکونه ایرانی کښتیانی بندوی . ملکي طیاره په کروز توغندی سره راغورځول کيږی .
۱۹۸۹ ــ لیبیا ــ سمندری الوتکي د سیدرا د خلیج له پاسه دوې جټ لیبیایی الوتکي راغورځوی .
۱۹۸۹ فلپین ــ سی آی اې او خاص ځواکونه په ښورښی ضد عملیاتو ور ګډیږی .
۱۹۹۰ــ۱۹۸۹ ــ پاناما ــ ۲۷۰۰۰ پوځیان او هم سمندری او هوایی ځواک د ولسمشر نوریګا حکومت چپه کوی .
۱۹۹۰ ــ لایبریا ــ پوځونه ځای پر ځای کيږی .
۱۹۹۱ــ۱۹۹۰ عراق ــ لوی پوځی عملیات ، په شمول د سمندری محاصرې ، هوایی حملو . زیاتو پوځیانو په کویټ کي پر عراقی ځواکونو حمله وکړه . ۲۰۰۳ــ۱۹۹۱ ــ عراق ــ د هېواد په شمال او جنوب کي د عراق دهوایی قلمرو کنټرول چي پر هوایی او ځمکنیو هدفونو باندی متناوبی حملې هم پکښی شاملی دي .
۱۹۹۱ هایتی ــ د سی ای اې به ملاتړ پوځی کودتا ، ولسمشر ژیان برټ رینډ اریسټایډ نسکور کړ .
۱۹۹۴ــ۱۹۹۲ ــ سومالیا ــ د خاصو عملیاتو ځواکونه ورننوزی .
۱۹۹۴ــ۱۹۹۲ ــ یوګوسلاویا ــ د ناټو له خوا د سربیا او مونټی نیګرو په محاصره کي عمده رول .
۱۹۹۵ــ۱۹۹۳ ــ بوسنیا ــ په هوایی اوځمکنیو قواوو سره فعال پوځی لاس اچول .
۱۹۹۶ــ۱۹۹۴ ــ هایتی ــ پوځیان پوځی واکمنان لیری کوی اوولسمشر ژیان برت ارسټیډ بیرته راولی.
۱۹۹۵ ــ کروشیا ــ د سربیا د کراجینا هوایی اډه تر حملې لاندی راځی . ۱۹۹۷ــ۱۹۹۶ ــ زایر (کانګو ) ــ مارین د هېواد په ختیځه سیمه کي په عملیاتو کي ورداخلیږی .
۱۹۹۷ ــ لیبیا ــ پوځونه پکښی ځای پر ځای کيږی .
۱۹۹۸ ــ سوډان ــ هوایی حمله د هېواد لویه دواجوړونکې فابریکه تباه کوی . ۱۹۹۸ ــ افغانستان ــ په هېواد کي پر اهدافو باندی حمله .
۱۹۹۸ ــ عراق ــ څلور ورځی د هوایی او توغند یو پراخه حمله .
۱۹۹۹ ــ یوګوسلاویا ــ د ناټو په هوایی حملو کي عمده ونډه .
۲۰۰۱ ــ مسیدونیا ــ د ناټو پوځونه مخ پر رااړوی او تر څه اندازې البانیایی ښورښیان بې وسلې کوی .
۲۰۰۱ ــ افغانستان ــ هوایی حملې او ځمکنی عملیات د طالبانو حکومت نسکوروي او یو نوی رژیم نصبوی.
۲۰۰۳ ــ عراق ــ د لویو ځمکنیو ، هوایی او سمندری ځواکونو په واسطه یرغل ، د صدام حسین د حکومت نسکورول او د نوي حکومت استقرارول . ۲۰۰۳ ــ تر اوسه ــ عراق ــ د ۱۵۰،۰۰۰ پوځیانو اشغالی ځواک په یو اوږد ښورښی ضد جنګ کي ګیر دی.
۲۰۰۴ ــ هایتی ــ مارین مستقر کيږی . سی آی اې د هغو ځواکونو ملاتړ کوی چي ولسمشر ژیان برټرینډ رسټیډ یې بې واکه کړ .