انځوریزه نړۍ : د نړۍ د ګوټ – ګوټ څخه ښکلي انځورونه (۳)

مختار احمد احسان | فبروري 22nd, 2011


دلراوبر ویبپاڼي د (( انځوریزه نړۍ)) نومي نوي برخي ته ښه راغلاست !
په دې برخه کي د نړۍ د ګوټ – ګوټ څخه بېلابېل ښکلي، په زړه پوري انځورونه پر لیکه کیږي، چي د هرانځور سره به د همغه انځور اړوند لنـــــډ معلومات هم لیکل سوئ وي .




۱. پورتنی انځور چي “Relativity” نومیږي، د “ماوریټس کونیلیس ایسچر” لخوا په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کي رسم سوئ دئ . ماوریټس کورنیلیس ایسچر یو مشهوره او وتلی هالنډی ګرافیکي ارټیسټ و، چي د ۱۸۹۸ ز کال د جون په ۱۷ – مه نېټه زېږېدلئ او په ۷۳ کلنۍ کي د ۱۹۷۲ ز کال د مارچ په ۲۷ – مه نېټه وکوچېد .



۲. دغه هم د ماوریټس کورنیلیس ایسچر د هنري کارونو څخه یوه بله بېلګه ده، چي په ۱۹۴۸ کي یې لومړنی کاپي عامه سوه . لکه څنګه چي تاسو وینئ، په دې انځور کي یو لاس د بل لاس د رسمولو کوښښ کوي .



۳. دا انځور یا رسامي د “Waterfall” په نوم سره د نړۍ په ګوټ – ګوټ کي شهرت لري، چي د ماوریټس کورنیلیس ایسچر په زیار سره رسم سوې ده . دا رسامي د لومړي ځل لپاره د ۱۹۶۱ زېږدیز کال په اکټوبر کي عامه سوه . همداراز ددې انځور د اصلي کاپي اندازه ۳۸ په ۳۰ سانتي متره کي وه .



۴. دا هم د ایسچر د لاس نښه ده، چي “Circle Limit III” نومیږي او په کال ۱۹۵۹ ز کښي بشپړه سوې ده . که دې دایرې ته ښه ځېر سو، نو به معلومه سي چي دلته بې پایه مرکزي ټکي سته، چي پر شاوخوا یې ۳ مخونه موجود دي . په انځور کي ددې لړۍ پای نه لیدل کیږي .



۵. دغه په زړه پوري د ماهیانو او مرغانو رسامي د نړۍ په کچه شهرت لري . پوښتنه دا ده، چي څو ماهیان او مرغان رسم سوي دي؟ آیا مرغان په اوبو کي هم الوزي؟ آیا ماهیان په هوا کي هم لامبو وهي؟



۶. دې انځور ته ښه ځیر سئ . د لنډي مودې څخه وروسته دا پوښتنه جواب کړئ : کومه دایره نه څرخي؟ او کومي دایري څرخي؟



۷. په سنګاپور کي د نانینګ د ټکنالوژی په پوهنتون کي د آرټ، ډیزاین او میډیا ښوونیز مرکز .



۸. دا تعمیر د تایوان د “سن مون لېک” نومي سیمه کي موقعیت لري . نوموړی تعمیر د “نوریهیکو ډان اینډ اسوشیېټس” نومي ډیزایني مرکز لخوا ډیزاین سوئ دئ . همدازا د یادوني وړ ده، چي دغه تعمیر د “Landform series” په نوم نړیوالو سیالیو کي لومړنی جایزه هم ګټلې ده .



۹. دا په اندونیزیا کي د “بالي” په جزیره کي د “تاناه لوټ” نومي معبد د شاوخوا انځور دئ، چي د عکاس “لارس نیټټېبرګ” لخوا اخیستل سوئ دئ .



۱۰. دا انځور د جنوبي جیورجیا په یوه جنوبي جزیره کښي د عکاس “ډاويډ سچولټز” لخوا اخیستل سوئ دئ . که دې انځور ته ځير سو نو ویلائ سو چي : “تل په ښو کي بد او یا په بدو کي ښه دومره په چټکي سره معلومیږي، لکه په دغه انځور کي منځنۍ پنګوین مرغه !”


د انځوریزي نړۍ د تیرو برخو د لوستلو او کتلو لپاره لاندي کلیک وکړئ :     
                                                                                                                          لومړی برخه
                                                                                                                          دوهمه برخه


قدرمنو لوستونکو او کتونکو!
دلراوبر ویبپاڼي څخه د ځانګړي برخي “انځوریزي نړۍ” څلورمه برخه لنډه موده وروسته پر لیکه کیږي، مه یې هېروئ !


سرچینه : نېشنل جیوګرافیک او یو شمېر نوري ویبپاڼي
د مختار احمد احسان ژباړه او راټولونه

Copyright Larawbar 2007-2024