د سولي شورا سفرونه ښې پايلې لري
دولسي جرګې يوشمېرغړي وايي چې دسيمې هيوادونوته دسولې دعالې شورادپلاوي سفرونه به ښې پايلې ولري.
دوي وايي دسيمې هيوادونه دافغانستان دسولې په بهيرکې ښه رول لوبولى شي.
دسولې شوراوايي پاکستان ته يي سفرښې پايلې لرلي دي او ډيرژربه دحزب اسلامي يولوړپوړى پلاوى کابل ته راشي او همدارنګه به دسيمې نوروهيوادونه ته سفرولري.
دسولې دعالي شوراددغه سفرونوموخه دهغه باورترلاسه کول ټاکل شوي چې له مخې يي طالبان اوددولت مرورې وسله والې ډلې ديوميزترشاخبروته غاړه کېږدي.
دولسي جرګې يوشمېرغړي وايي دسولې لپاره هرګام دستايلووړدى او دسيمې هيوادونوته ددغې شورادپلاوي سفرونه به ښه پايلې ولري،ځکه چې دسيمې هيوادونه دافغانستان په قضيه کې ښه رول لري.
دسولې عالي شورامنشي وايي دسيمې هيوادونوته ددوي سفرونه ډيرګټور دي او دپاکستان په سفرکې يي هم لاسته راوړنې درلودلې،او دسولې په اړه يي په پاکستان کې دحزب اسلامي له يوشمېرمشرانوسره يي خبرې کړي دي او دهغوي وړانديزشوي شرايط يي له ځانه سره راوړي دي.
ټاکل شوې ده چې دسولې دعالي شوراپلاوي دسيمې هيوادونو،ګونتاناموزندان اوعربي هيوادونوته دسولې دبهير دملاتړاو پرمختګ په موخه سفرونه وکړي او په دې برخه کې دافغانستان په مسئله کې دښکېلو هيوادونوملاتړترلاسه کړي.