د سولی عالي شورا د اوربند دنافظولو په لټه کی ده

د لراوبر اداره | فبروري 25th, 2011


له وسله والو زور پالو سره د روغې جوړې لپاره جوړه سوي د سولې عالي شورا د حکومت، بهرنیو ځواکونو او دولت ضد وسله والو تر منځ د یوه ډزبندي د نافظولو په لټه کې ده .


دغه شورا څو میاشتې دمخه د ولسمشر کرزي له لوري د پخلاینې د بهیر د ګړندي کولو لپآره جوړه سوي ده .


د دغې شورا لومړي مرستیال عبدالحکیم مجاهد ، سره له دي چی اوربند له ځينو شرایطو سره په تړاو کې وباله او ټینګار یې وکړ چی په دغه لاره کی هڅي رواني دي.


مجاهد چی یو مهال په نیویارک کې د طالبانو د حکومت د سفیر په توګه دنده لرله اوس د پخلایني د دغه عمده خوځښت چې مشري یی برهان الدین رباني کوي، مرستیال دی.


مجاهد وایي د سولی د خبرو د پيل لپاره دواړه غاړي د امن چاپریال ته اړتیا لري او دغه کار هغه محال شونی دی چی د جګړې د ښکیلو غاړو تر منځ د یوې مودې لپاره اوربند وسي.


عبدالحکیم مجاهد:


(( په افغانستان کې د عمومي اوربند لپاره باید د اعتماد فضا رامنځ ته سي، اوله مخالفینو سره باید تماس ونیول سي او د دغه تماس لپآره باید هغه خنډونه له لاري لري سي کوم چی اوس موجود دي، د سولي عالي شورا  د دغو اړیکو د  ټینګیدو لپاره هلي ځلي پیل کړي دي او اوږد مزل په مخکی دی)).


تر اوسه پوري طالبانو په رسمي توګه نده منلي چی دوي د سولې له عالي شورا سره تماسونه نیولي دي په داسي حال کی چی د دغی شورا د مشر په ګډون د شورا چارواکو څو څو ځله د یو شمیر طالب قوماندانانو له اړیکو خبر ورکړی .


ښاغلی مجاهد وايي چی د بګرام او ګوانتانامو له زندانونو څخه د دولت ضد وسله والو نه خلاصون او له تورو نوم لړونو څخه د هغوي د مشرانو د نومونو نه ایسته کول د سولې د بهیر پر وړاندي خنډونه جوړ کړي دي.


دغی شورا څو څو ځله له امریکي غوښتي چی د ګوانتانامو او بګرام په زندانونو کی بندي طالبان افغان دولت ته وسپاري خو تر اوسه پوري په عمل کی څه نه لیدل کیږي.



افغان دولت څه موده دمخه د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غوښتي وو چی د هغو یو شمیرطالب مشرانو  نومونه له  خپل تور نوم لړ څخه وباسي په کومو چی نړیوال بندیزونه لګول سوي دي.


خو داسي ښکاري چی ملګرو ملتونو د افغان دولت دغي غوښتني ته تر اوسه  د هو ځواب ندی ورکړی .

Copyright Larawbar 2007-2024