روغتیا : په هند کي هر کال په زرګونو امیندواره مېرمني له منځه ځي
تأید سوي راپورونه لیکي چي د هندوستان په یوه دولتي روغتون کي د ککړ سوي IV مایع موادو له امله ۱۳ امیند واره مېرمنو خپل ژوند دلاسه ورکړئ دئ .
ویل کیږي چي واړه ۱۳ مېرمني د جودهپور نومي ښار کي په تیرو لسو ورځو کي له منځه تللي دي .
د هندوستان د راجاستان ایالت روغتیايي چاروکو د ذکر سوي پيښي په اړه تحقیقات پیل کړي دي . د حکومتي چارواکو په وینا د لابراتوار بېلابیلو تجربو او کتنو دا تأید کړې ده، چي د محلي کمپنۍ لخوا د IV مایع مواد ککړ سوي وه .
د یادوني وړ ده، چي هندوستان په نړۍ کي یوازینی هیواد دئ، چيري چي زیات شمېر مېرمني په امیندواری پوري اړوند مشکلاتو له امله خپل ژوند دلاسه ورکوي .
همداډول یو شمېر راپورونو په هندوستان کي د مېرمنو د مړني شمېر بې ضرورته بولي او زیاتوي چي په دې کي به ډېر ژر تغیر ولیدل سي، که د نوموړو مېرمنو دارو درمل ته لږ څه ډېره توجه وسي .
