د کندهار هوايي ډګر له نړۍ وال معيار سره سم دى
دکندهارولايت هوايي ډګرله نړيوالومعيارونوسره برابر رغول شوى دى.
دنوموړي ولايت چارواکي وايي ددغه ډګرپه پراختياسره مسافرينوته ټولې اسنتياوې برابرې شوي دي همدرانګه سوداګرکولى شي چې خپل توکي او کرنېزحاصلات صادرکړي.
دکندهارولايت دهوايي ډګر امراحمدالله فيضي په يوه خبري ناسته کې ويلي چې دامهال يي عوايدهم دوه برابره لوړشوي دي.
ديادونې وړده چې تېرکال هم دکندهار ولايت له هوايي ډګرڅخه اناردوبئ او هندوستان هيوادونوته واستول شول،اوسږکال به هم خټګي،انار،هيندوانې،انګوراو دې ته ورته نورې ميوې هم بهرته ددې هوايي ډګر له لارې واستول شي.