دافغانستان د موجوده حکومت کړنو ته لنډه کتنه
که چیري موږ موجوده کابیني ته وګورو، نوډیري ستونزي لري ،لومړی داچه یوشمیر وزیرصاحبان مسلکي وړتیا نلري دمثال په توګه محمد اسمعیل خان داوبو اوبرښنا وزیرچه دلومړي سره په اردوکي ترتورنۍ تررتبي پوری کارکړی دی وروسته دجهاد قوماندان ؤ اودکرزي په دواړو کابینو کی داوبواوبرښنا وزیرټاکل سوی دی ،حال داچه دبرق په ولتاژاو مثبت اومنفي هم نه پوهیږي ،کاري نیمګړتیاوی یي دادي چه په ډیروګزافو مصارفو يي برېښنا دهمسایه هیوادونو څخه راوارده کړي ده په داسي حال کي چه موږ په خپل هیواد کي ډیر داسي داوبو منابع لروچه دبرېښنا دتوربینونو دنصب امکانات يي زیات دي ،او یا ا داسي بندونه لرو چه په دانهوکالو کي نه دي فعال سوی چه دهغو څخه یو هم دکجکي بند دی چه دبرېښنار ټول ظرفیت یی ۱۲۰۰۰۰کیلوواټه برېښنا ده خو تراوسه په دا نهوکالو کي حکومت ونه توانید چه په کجکي کي دریم توربین نصب کړي اوهغه پخواني توربینونه په مړژوانده ډول کارول کیږي ، په داسي حال کي چه ترولسمشره پوري څوځله وعدي وسوی چه کندهارته برښنا تهیه کوي.
ښاغلی اتمر د کورنيو چارو ،دپوهني او کليو پراختيا پروزارتو کارکړی دی ،نو ولي ؟ نوراشخاص نه وه اوکه ښاغلی اتمرددي ټولو مسلکونو متخصص ؤ که چیري دیوه وزیر کارپه یوه وزارت کي ښه نه وي نوبل وزارت ولي په خرابوو، اوکه ښاغلي اتمرپه دریو وزارتونو کي کامیاب ؤنوولي اوس بیکاره دی ؟
ښاغلی کرزی همدا دګوتو په شمیر وزیران لری چه سره دوري هیسته يي کوي ،نوي څېرې ډیري کمي دي ،څوورځي دمخه موواوریدل چه د اداري فساد د ادارې مشرعثماني لیري سوی اوپرځای یی عزیزالله لودین مقرر سوی دی چه تردغه دمخه دانتخاباتو دمستقل کمیسون ریس ؤ چه اوس معنوي پرهغه چوکۍ کارکوي او معنوی د ټاکنو پرمهال هغه څه وکړه چه زړه یی غوښت او هیله مند یم چه کرزي په خپله لویه اشتباه باندی افسوس کړی وي . دحکومت بل دضعف ټکی دادی چه سرپرست وزیران ډیر او تقریبا یوکال نه زیات وخت پري تیرسو، سرپرست ترکومه وخته ؟
کرزی يوعادت لری چه هیڅ وخت خپل وزیران او لوړ رتبه مامورین نه خپه کوي په هرډول چه وي کارورته پیدا کوي ولو که په اداري فساد هم متهم وي نور که څه نه وي سلاکاروزیر او سفارتونه خو ډیر دي ،اوکه داهم نه کیدل نوبیا دهغوزامنو ته ښی ښی چوکۍ سته یایی مشرانو جرګي ،سره میاشت نورمستقل ریاستونه ورکوي اوکه داهم کارنه کاوه نوبیا په جمهوري ارګ کي دغیرمسول اوواجب الاحترام شخص په ډول دتنخوا خاوندکیږي .
دعامي روغتیا وزیره چه کاري تجربه نلري اومسلکي پوهه به لري مګرتراوسه هیڅ داسي لاس ته راوړنه نه لري چه دیادولو وړ وي ،خصوصا دجنوبي ولایاتو په هکله هیڅ توجه نه سته ،اکثره روغتیایی پروژي په شمال کي اجراکیږي چه یوه یی دجرمني د۲۰ملیونوایروپروژه ده.
وزیرداخله سفرونه ډیرکوي په راپورونو يي ملي تلویزیون ستړی سي خوامنیت ورځ په ورځ خرابیږي ،وزیرداخله په باطن کي زیاته پاملرنه دشمال خواته کوي .
دپوهني وزارت اودلوړوزده کړووزارتونه دجنوبي ولایاتو په اړه ډیرګرم اوملامت دي ،په جنوبي ولایاتو کي ډیري ښوونځي تړلي دي اودهغودبیا پرانستلوکارډیرورو دی اوکله چه د ځينو ښوونځيودبیا پرانستلو خبرنشریږي نوزیات اعتماد نه پري کیږي ،په ښوونځیوکي ددرسونو کیفیت ډير خراب دی ،دتړلو ښوونځیو په عوض دنورولارو اوچارو اومتناوبوستراتیژیوڅخه کارنه اخیستل کیږي .
دکندهارپوهنتون دنورو ستونزوپه څنګ کي داوبولویه ستونزه لري ،د استادانوقلت او هغوی ته دامتیازاتو په وخت نه ورکول لویه ستونزه ده ، همدا اوس یوشمیر استادان بي معاشه دڅومیاشتو راهیسي کارکوي اوددوی دتقرر پروسه دلوړو چاروپه وزارت کي ډیره ورو ده ،اوریدل کیږي چه یوشمیرمحصلین په ښارکي په کوټو کي ژوندکوي او دلیلیي امکانات لږدي ، دسپورت لپاره جمنازیوم اومیدانونه نلري ، دکندهاروا لي چه ددي پوهنتون لومړي ریس ؤ ډیري هڅي باید وکړي .
امیرجان سنګین چه اوس هم دمخابراتو سرپرست وزیردی ،زما په نظر کامیابه وزیردی چه ډیري ښي لاس ته راوړني لري اوپرده باندي دفساد اورشوت تور هم نه دی لګیدلی ،دبده مرغه په مخکني پارلمان کي يي داعتماد رایه هم نه یوړه اومتاسفانه دنجیب منلي وروستۍ لیکني دسنګین په هکله ډیر مایوسه کړم دمنلي څخه داسي توقع نه کیدله چه داسي لیکنه دي وکړي. دمخابراتووزیروروستۍ بین المللي جایزه دستایلووړده .
دښځودچارووزارت زما په شخصي نظر یوسمبولیک اواضافه وزارت دی ځکه چه دښځو په اړوند ټولي اړتیاوی دنورو وزارتو لخوا سرته رسیږي ،مثلا دښځودتعلیم مسله دپوهني وزارت اولوړو زده کړو وزارتونو لخوا مخ ته بیول کیږي ،دښځو دامنیت چاري دپولیسو لخوا تامینیږي ،کاري ظرفیتونه اومشغولیتونه دکاراو اجتماعي امورو وزارت مخ ته بیايي ،دښځو دروغتیا چاري دروغتیا دوزارت مسولیت دی ،دښځودحقوقو مدافع دبشردحقوقو کمیسیون دی . نو دښځو دچارووزارت کومي چاري مخ ته بیايي ؟
په پخوا کي دمیرمنودټولني یو مستقل اورګان ؤ چه اوس هم دوزارت پرځای دغه ډول یوکوچنۍ اورګان موثردی ،ددغسي غریب ملک لپاره دښځو دچارو وزارت او په څنګ کي ارشد وزیرته هیڅ اړتیا نه سته ،موږنه پوهیږو چه ارشد وزیر بیا څه کوي .
د بهرنيو چارو وزارت کي تراوسه درسته تصفیه نه ده سوي ،اوس هم دملک دلوی اکثریت چارواکي پکي لږدي
داطلاعاتو اوفرهنګ وزیر مخکي هم ددي وزارت وزیر ؤ خو په دواړودوروکي د شخصي تلویزنونو په مهارولو کي ناکامه راغۍ ، بعضي شخصي تلویزینونه دخارجیانو ترحمايي لاندي خورا په جرأت کارکوي .وروستۍ ګوت څنډني داطلاعاتو او کلتوردوزارت لخوا د نیمه لڅوفلمونو اونڅاګانو په هکله دطلوع دتلویزیون سخت دریشخند نه ډک غبرګون وښود،خومتاسفانه دا اونورتلویزنونه په ډیرجرآت خپلوغیراخلاقي خپرونو ته دوام ورکوي.
دتجارت وزارت په دي ونه توانیدی چه دپاکستان سره دترانزیت مسًله حل کړي او همدارنګه دنفتي موادو ستونزه دایران سره حل نه سوه .دترانزیت کومه موافقه چه دپاکستان سره لاسلیک سوه اوس پاکستان بیا خاشې پکښي ماتوي اوهغه موافقي ته عملي رنګ نه ورکوي .
دکانوصنایعواوکرني وزارتونه دپام وړلاس ته راوړني نه لري خوکله کله دوچومیوواو نورو تولیداتو لکه غالۍ اولاسي صنایعو نندارتونونه جوړوي چه بیايي هم ونکړای سوای چه زموږ دوطن تولیداتو ته مارکیټ او بازارپیداکړي ،افغاني غالۍ دپاکستان په نامه په بهرکي عرضه کیږي ،دمسودعینک کان دپرمختګ څخه ولس نه خبریږي اودنوروکانونو دپیداکولو او رابرسیره کولو کارډیر ورو دی ، دکرني وزارت داسي دیادوني وړ داوبولګولودکانالیزاسیون اوبندونو جوړولو اویا دمیکانیزه فارمونو پروژي نلري .
دښارجوړوني وزارت لاس ته راوړني نلري اواکثره دکابل دښاروالۍ سره چنګاو وي ،ددي وزارت کړني ترکابل دباندي نه راووتي ،مخکني وزیریوازي په دي وتوانید چه پخپله ۴کلووزارت کي دپروان دښارماسترپلان جوړکړي ،په داسي حال کي چه دجنوبي ولایاتو ښارونه دجګړوله خرابیو له وجي ډیرزیانمن سوی دي .
دمالیي وزیر تکړه سړی دی خو په ګمرکاتوکي دشفافیت درامنځ ته کیدوپروسه ډیره کمزوري ده ،په ګمرکا توکي واسطه لرونکي مامورین یادلویو چارواکودوستان کارکوي .
دولسمشرمرستیلانوته به راسو،دولسمشرلومړی مرستیال مارشال فهیم ته که نظروکونودده مارشالې ترسوال لاندي ده که مارشالي دومره اسانه وي نوترهري تیږي لاندي یومارشال سته . مارشال فهیم دشمال تلوالي ،شورای نظاراو داپوزیشن غړی پاته سوی دی. ددي لپاره چه شمال تلوا له اواپوزیشن خوشحاله وي اودکرزي صاحب ولسمشري ته کومه نارامي نه وي متوجه نوفهیم يي خپل لومړی مرستیال وټاکۍ اودکرزي په اصطلاح ملي وحدت به هم تامین وي ،دمارشال فهیم ددفترمشردده لوی سلاکاردی چه اعتبار نومیږي اومخکي داستاد رباني او کرزي په لومړۍ دوره کي دولسمشرددفتردچاروریس ؤ چه کرزي به ورته ویل اعتباربه اعتبار تو امضا میکنم ، حفيظ الله منصورچه دشمال دتلوالی یومتعصب غړی دی دکرزی ناخوانده امضا میکند ترعنوان لاندي یوکتاب لیکلی دی . مارشال فهیم دعاوي کوي چه کرزی په سفرولاړسي اومیدان ده ته پاته سي .
دولسمشردوهم مرستیال کریم خلیلي دهزاره ګانو دخوښی لپاره تعین سویدي ،داشخص پرخپلو هزاره ګانو دومره ولاړدی چه دبهسودو دهزارواو کوچیانو دستونزي پرسریی دفترپریښود اوحتی ویل کیدل چه دنه خوړلواعتصاب يي کړی دی ،دادوه مرستیالان په خپلو دفترونو کي دخپلو خلکوسره ګوري اوپه جوپوجوپو دشمال خلګ اوهزاره ګان دخپلوستونزولپاره ورته راځي ، ښاغلی کرزي په اصطلاح دملي وحدت دتمثیل لپاره کوم پښتانه چه دده لیدلو ته راغلي وی هغه هم دغومرستیالانو ته دقربانۍ دپسونو په ډول وراستوي .