په کابل کی په سلګونو کسانو د امریکا پر ضد مظاهره وکړه
رویټر راپور ورکوی چی نن په کابل ښار کی په سلګونو کسانو د امریکا لخوا د ملکی انسانانو د وژلو په اعتراض واټونو ته راوتلی او لویه مظاهره یې وکړه . امریکایانو پنځه ورځی مخکی په کونړ کی نهه کوچنیان هغه مهال په بم وریو سره شهیدان کړل چی لرګی یې ټولول .
مظاره چیانو د امریکا او ناټو پر ضد شعارونه او د وژل سوو ماشومانو په وینو لړلي عکسونه ورسره لرل او نارې یې وهلی چی مرګ پر امریکا .
د پوهنتون یو محصل احمد بصیر وویل چی « موږ به د هغو بېګناه افغانانو د وینو تویًیدل هیڅکله هم و نه بخښو چی د ناټو ځواکونو شهیدان کړل . »
په مظاره چیانو کی په لسګونو ښځو هم ګډون درلود او ځینو ښځو په لوړ ږغ نارې وهلې چی موږ امریکایان نه غواړو ، او طالبان هم نه غواړو بلکی سوله غواړو .
ویل کیږی چی اوس په افغانستان خصوصأ کابل کی د امریکا پر ضد ورځ په ورځ مخالفت ډیریږی خو امریکایان خپلو اعمالو ته لږښت نه بلکی ډېرښت ورکوی .