خره ته مډال ورکړل شو
د هریوا نیوز په حواله وروسته له هغه چې د بامیانو ولایت ځینو اوسیدونکو له حکومت څخه د څښاک د اوبو لپاره د بیا، بیا غوښتني بې نتیجې پاته شوې ، نو اوسیدونکو یوه خره ته چې له ډیرې مودې راهیسې دې وګړو ته د څښاک اوبو په لیږد کې مرسته کوﺉ د ستاینې مډال ورکړ. په خبر کې راغلي چې د بامیانو پلازمېنې د زرګرانو د سیمې سل هاوو اوسیدونکو د یوې شاندارې غونډې په جوړولو سره پرون چهارشنبه د دغه خره په غاړه کې دا مډال وځړاوه او دی یې یو” صادق کارکونکی” وبلل. د غونډې په پای کې راټولو شویو وګړو لاریون وکړ چې د پولیسو په منځګړیتوب پای ته ورسید.
دیادوني وړ ده چې د بامیانو اوسیدونکو تیر کال په ورته اقدام کې د بامیانو د خامو څړکونو د نه پخوالی له امله په اعتراضیه توګه سره د ښارپه څړکونو د خټه واچوله او هغه یې د کریړو په شان ښوی کړه.