بهرنیو پوځیانو په کندهار کي ۲ هلکان وویشتل

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 31st, 2011


رویټر په خپل تازه راپور کی لیکی چی نن بهرنیو پوځیانو هغه مهال د خپلی پوستې څخه پر یو موټر فایرونه وکړل چی هغه د بریک د خرابۍ له امله په ژر درېدو کی ځنډ وکړ . په حمله کی یې دوه هلکان ووژل او درې نور زخمیان دي . بهرني پوځیان وایی چی موږ پر هغوی د ځانمرګو ګومان وکړ نو ځکه مو وویشتل . خو بیا یې هم د خپل دغه ارتکاب له امله بخښنه نه ده غوښتې .
بهرنیان خصوصأ امریکایان په دې وروستیو کی په ډیره بې پروایی سره ملکی خلک وژنی او وروسته یې حتی د جسدونو سره د یادګار په ډول د توهین عکسونه هم اخلی .
خو د اوضاع شنونکي وایی چی دغه اعمال به ناوړه نتایج او لوی مشکلات ورته پیښ کړی .


د افغان ملکيانو د شکنجې وېډيو او انځورونه لاندي موندلائ سئ (د زړه او فشار ناروغان دي يې نه ګوري! )

http://www.rollingstone.com/kill-team

Copyright Larawbar 2007-2024