د لغمان د روغتیایی مرکز په هکله د طالبانو خبرتیا
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته خبر ورکړ چی د کابل ادارې په لغمان ولایت کی د « باد بښ » سیمه یوه بله ولسوالي اعلان کړه او هغه یې اوس د مهترلام په روغتیایی مرکز کی ځای پر ځای کړې ده . څنګه چی دا یو عام المنفعه مرکز دی او هغوی بهرني او داخلی پوځیان او امنیتی پرسونل پکښی اچوی نو ځکه په آینده کی زموږ تر برید لاندی راتلای سی او په دې توګه بهرنیان او داخلیان د دغسی مرکزونو څخه د سپر غوندی کار اخلی او بیا د امریکا او ناټو په پیسو فعالی خپرونی او رسنۍ په موږ پسی تبلیغات کوی چی طالبانو پر کلنیک حمله وکړه .
ذبیح الله مجاهد زیاتوی چی موږ دا عمل په کلکه غندو او د نړیوال روغتیایی جوړښتون او سور صلیب څخه ټینګه غوښتنه کوو چی عامه تأسیسات او روغتیایی مرکزونه د سپر په ډول د پوځی موخو لپاره استعمال نکړی او که په آینده کی دغه روغتیایی مرکز ( اوس ولسوالي ) زموږ تر برید لاندی راسی نو مسؤلیت به یې د مخالف لورې په غاړه وی کټ مټ لکه په ځینو تعلیمی مؤسسو کی چی هغوی پوځیان اچوی او کله چی زموږ تر برید لاندی راسی نو د امریکا او ناټو په ډالرونو چلېدونکي رسنۍ تبلیعات پیل کړی چی طالبانو ګواکی ښوونځی تباه کړ ، او دا دی هغوی اوس کلینیکونه هم د کټ مټ کار لپاره استعمالوی چی پړه به یې پخپله د هغوی په غاړه وی .