کونړ: دحکومت پلو او مخالفینو ترمنیځ جګړه روانه ده.

اسدالله زړه سواند | اپریل 2nd, 2011


له کونړ څخه راغلی راپورونه وایی،چی ددی ولایت په مروری،اوسرکاڼو ولسوالیو کی د امید په نوم ګډ پوځی عملیات لاهم روان دی.

د کونړ والی فضل الله وحیدی،وایی، پدی عملیاتو کی عامو وګړو، وسله والو مخالفینو او نړیوالو ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتی.

نوموړی وایی وسله وال مخالفین مقاومت کوي او ده ادعا وکړه چی پاکستانی طالبان هم راغلي څو نړیوال او افغان ځواکونه په شا وتمبوی.

وحیدی وایی ددوی د راپورونو له مخی پدی عملیاتو کی دیرش طالبانو،ته مرګ ژوبله اوښتی څلور نړیوال ځواکونه پکی وژل شوی، او دری نور ټپیان دی.

ده همدا راز وویل چی پدی عملیاتو کی څلور ماشومان چی دوه نجونی هم پکی دی برسیرن ټپیان شوی دی.

چارواکی وایی چی تر هغه پوری،به پدی سیمو کی عملیات روان وی ترڅو چی له وسله والو طالبانو څخه نه وی پاکی شوی.

وحیدی پداسی حال کی د کونړ دغو دوه سرحدی ولسوالیو ته د جګړی لپاره د پاکستانی طالبانو د راتګ خبری کوی، چی څو ورځی وړاندی د نورستان د وانټ وایګل ولسوالۍ سقوط وکړ.

Copyright Larawbar 2007-2024