یو افغان پولیس ۱۴ داخلی او بهرني پوځیان وویشتل
طالبانو رسنیو ته لیکلی چی نن د پکتیا ولایت په ځمکنیو ولسوالي کی د دوی یو ملګری ( قمبر جان ) چی د پولیس په لیکو کی شامل و ، په بابو خیلو سیمه کی هغه مهال پر داخلی او امریکایی پوځیانو مرګونې ضربه وکړه چی د عملیاتو څخه راستانه سوي وو .
خبر وایی چی په دې حمله کی ۸ بهرني او ۶ داخلی پوځیان وویشتل سول خو وروسته نورو امریکایانو قمبر جان په زخمی حالت کی ونیو او له منځه یې یووړ .
امریکایی پوځ تر اوسه د دې خبر په هکله غبرګون نه دی ښودلی .