افغان پولیس دوه امریکایی پوځیان ووژل

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 4th, 2011


امریکایی رسنۍ ( بلوم برګ ) راپور ورکوی چی نن د فاریاب ولایت په مرکز میمنه کی د سرحدی قواوو یو پولیس پر امریکایی پوځیانو ضربه وکړه او دوه امریکایان یې ځای پر ځای ووژ ل او په تیښته بریالی سو . ناټو هم دا پیښه تاییدوی خو د مقتولینو هویت نه ښیی .
بلخوا ، ناټو اعلان وکړ چی پرون طالبانو د هېواد په ختیځ کی یو بهرنی پوځي وویشت او ځای پر ځای یې وواژه .
په دې سره د اپریل په روانو ۴ ورځو کی د بهرنیو پوځیانو تلفات یو دم ۳ ته ورسېدل .

Copyright Larawbar 2007-2024