زابل : د ١ قوماندان په ګډون د ٤ وسله وال نيول سوي
عطاالله محمدي
د زابل ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کي د طالب جنګيالو د يوه قوماندان په ګډون ٤ وسله وال نيول سوي . د دې ولايت د امنيت آمر ډګروال غلام جيلاني فراهي وايي چي دغه عمليات د دې ولايت په شاجوى کي ترسره سوي دي د هغه په وينا چي په دې عملياتو کي د يوه قوماندان په ګډون څلور وسله وال نيول سوي او بهرنيو ځواکونو د ځان سره بېولي دي .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .