فرانسې د بورقې ( چادرۍ ) پر سرکول منع کړل

د لراوبر اداره | اپریل 11th, 2011


د فرانسې هيواد نن په قانوني ډول په ټول هيواد کي د بورقې / بوغرې / چادرۍ پر سرکول منع اعلان کړل ، په دې تازه پلي سوي قانون کي دا هم راغلي چي که کومه ښځه خپل مټ د بورقې په واسطه پټ کړي ۱۵۰ يورو جريمه ورکوله کېږي خو که يو خاوند خپله ښځه مجبوره کړي چي مخ پټ کړي نو تر دېرش زره يورو پوري جريمه ورکول کيږي .


په هالنډ کي هم د تېرو دوو کلونو راهيسي د مسلمانانو لپاره د برقې پر سرکولو پر استعمال د بنديز په اړه بحثونه روان دي ، د اسلام ضد ( خيرت ويلدرز ) ګوند ددې قانون وړاندي کوونکی او ملاتړﺉ دی .


د يادوني وړ ده چي تېره اوونۍ د هالنډ په يوه کاتوليک عيسوي ښوونځي کي د مسلمانو شاګردانو لپاره د پوړني / ټکري پر سر کول هم منع اعلان سوه .


يو شمېر اروپامېشتي اسلامي ټولني د هالنډ او فرانسې لخوا د مسلمانو پر وړاندي دداسي قانونو پلي کول د مسلمانانو پر ازادي تيرﺉ او دموکراسۍ سره په ټکر کي بولي خو سياسي ګوندونه د امنيتي پېښو د مخنيوﺉ او د هالنډ کاتوليک ښوونځی خپل عيسوي مذهب ته درناوﺉ  د اسلامي حجاب دمخنيوي سبب بولي .



بايد وويل سي چي د نړۍ مسلمانانو حجاب د څلور عمومي ډولونه لري چي لومړی يې د بورقې پر سر کول دي چي له ايرانه راپيل سوي دي ، دوهم يې په تور رنګي جامه کي بېله سترګو د نور ټول وجود پټول دي چي له عربي هيوادونو څخه پيل سوي ، د ټېکري / پوړني پر سر پېچل چي غوږونه ، غاړه او اوږې هم ورسره پټيږي د ترکانو لخوا زيات استعماليږي او دپوړني – ټېکري پر سر کول دي چي د پښتنو لباس بلل کيږی خو په دې وروستيو کي هند او پاکستان هم دنرينه  لنګ/ښځينه سانۍ پر ځای استفاده ځني کوي .

Copyright Larawbar 2007-2024