درې امریکایی پوځیان ووژل سول
پنتاګون خبر ورکړ چی طالبانو د جلا جلا حملو په ترڅ کی درې امریکایی پوځیان وژلي دي . لومړنی پنځه ورځی مخکی په خوست کی وویشتل سو ، دوهم درې ورځی مخکی په کندهار کی د غیر جنګی فعالیتونو له امله مړ سو او درېیم چی مرین پوځی دﺉ ، درې ورځی مخکی په هلمند ولایت کی ویشتل سوی دی . په دې سره د اپریل په ۲۷ ورځو کی د امریکایانو تلفات ۳۲ ته ورسېدل .
بلخوا ، سي ان ان د باوری منابعو په حواله وایی چی د کابل په هوایی اډه کی چی د نننۍ حملې له امله کوم نهه بهرني افسران وژل سوي ، شپږ یې معلوم سول چی امریکایان دي . په دې سره په روانه میاشت کی د ټولو بهرنیو پوځیانو تلفات ۴۴ ته ورسېدل چی ۳۸ یې امریکایان دي .