پکتیا – دوه ښوونځی ګټی اخیستنی ته وړاندی شول
په پکتيا ولايت کي دوه ښوونځی د والي جمه خان همدرد او د پوهني ريس لخوا د پټۍ په پری کولو سره ګټنی اخیستنی ته وړاندې سوې ، د پکتيا ولايت مطبوعاتي دفتر لخوا په ترلاسه سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دا دوه منځنی ښوونځی دی چی دسید کرم په ولسوالۍ کی یو یی د انجونو او بل د هلکانو لپاره په شپږ جریبه ځمکه کی په پاخه او اساسی ډول جوړ شوی چی هر یو یی اته اداری او څلور تدریسی خونی لری .
د خبر له مخي په نوموړو ښوونځیو ۳۲۸۰۰۰ امریکایی ډالره مصرف راغلئ چی په ګردیز کی میشت د بیا رغاونی ټیم لخوا یی پیسی ورکړل شوی دی
د پکتیا والی د پرانیستی پر مهال یو ځل بیا پر ټولو پکتیا والو غږ وکړ چی خپل او لادونه ښوونځیو ته ولیږی تر څو را تلوونکۍ یی روښانه شي ، دا په داسی حال کی ده چی په پکتیا کی ۲۷۵ ښوونځی ټول فعال دی او هیڅ کوم ښوونځی تړلي نشته .